پرمختګ او بشپړتیا

د سوداګرۍ او صنایعو خونې له نوې مالیاتي طرحې خبر ورکړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند وایي، نوې مالیاتي طرحه مو مالیې او عدلیې وزارتونو ته لیږلې او په اجرایي کېدو به یې د مالیاتو په راټولولو کې ډېرې آسانتیاوې را منځته شي.

د مالیاتو پر ټولولو تل نیوکې کیږي؛ په ځانګړي توګه دغه نیوکې له هغې وروسته ډېرې شوي، چې کله د ملي وحدت حکومت په کار پیل کړی دی.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي، د مالیاتي کمپاین د ارزونې د اوونۍ په مراسمو کې وویل؛ نوې طرحه د مالیاتو د اخیستو لپاره چمتو شوې، چې په عملي کیدو به یې ډېرې آسانتیاوې را منځته شي.

د صنعت کارانو د ټولنې رییس عبدالجبار ساپی وایي، چې د مالیاتو اخیستل له پانګوالو څخه باید د پانګونې ودې ته په پاملرنه عیار شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د مالیې ورکولو ځینې ټولګیو په تېرو څو میاشتو کې پخپلو توکو د مالیاتو د څو برابره اوچتیدو په تړاو اندېښنه وښوده او خبرداری یې ورکړ، چې که دا حالت دوام وکړي؛ خپل کار ته به دوام ورنکړي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version