سوداگري
د سوداګرۍ د ودې لپاره د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډو سوداګریزو کمېټو لومړنۍ ناستې ترسره شوې
د افغانستان او ایران ترمنځ د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراخوالي او په دغه برخه کې د شته ستونزو د له منځه وړلو لپاره د تېرو هوکړو په اړه خبرې وشوې.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ زیاته کړې: دا ناسته، چې د دواړو هېوادونو په سرحدي ګمرکونو کې ترسره شوې؛ د سوداګرۍ او ترانزیټ کچې د زیاتوالي لپاره دواړو لوریو هوکړه وکړه، چې د اسلامکلا، نیمروز او ابو نصر فراهي او د ایران د درې سرحدي ګمرکونو ترمنځ دې کاري وخت له ۸ ساعتونو څخه ۱۶ ساعتونو ته زیات شي.
د اقتصادي مرستیالۍ د څرګندونو له مخې؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو پر زیاتوالي هم هوکړه وشو، چې په ورځني ډول د بار وړونکیو موټرونو شمېر له ۵۵۰ څخه ۱۲۰۰ ته لوړ شي.
په دغو ناستو کې افغان خاورې ته د ایراني باروړونکیو موټرونو د شل ورځنی بندیز پر لرې کولو سربېره دواړو لوریو د سوداګریزې ودې لپاره ځینې ټاکل شوي فیسونه هم لغوه اعلان کړل( ایران ۱۰۴ ډالر او افغانستان بیا ۵۰۰۰ افغانۍ د خاک پولي فیس لغوه کړ).
د یادونې ده، چې ایران ته د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د رسمي سفر پرمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ کچې د زیاتوالي په موخه یوشمېر هوکړه لیکونه لاسلیک شوې او د هغو د څارنې لپاره د ګډو کمېټو پر ګومارلو هم هوکړه شوې وه.