سیمه ییز خبرونه
د سوداگرۍ خونه په بازارونو کې د بې کیفیته توکو په زیاتید و اندېښنه څرگندوي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د اسلم حجاب د گزارش له مخي د سوداگرۍ خونې چارواکي وایي، چې د هېواد په بازارونو کی مو له یوه سره د بې کیفیته موادو پلورل مخ په زیاتیدو دي .
ښاغلی الکوزی زیاتوي، که څه هم یو شمېر بې احساسه سوداگرشته، چې بې کیفیته توکي راوړي؛ خو وایي په ډېرو برخو کې د دولت د یو شمېرهغو مامورینو، چی په گمرکونو کې د ندي لري، سوداگر د بي کیفیته توکو وارد ولو ته هڅوِي .
د مالی وزارت ویاند عبدالقادر جبلانی په گمرکونو کې د بډو اخستنې خبره نه ردوي؛ خو وایي، چې سوداگر هم په دي فساد کي لاس لري .
د اڅرگندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې د سوداگرۍ وزارت له خوا په ځلونو بې کیفیته توکي نیول شوي.
د یادو ادارو چارواکي د بۍ کیفته توکو لامل د هېواد پرانستې پولې بولي او له امنیتي ځواکونو څخه په دې اړه د ډېرې مرستې غو ښتنه کوي .