سیمه ییز خبرونه
د سوداگرۍ وزارت د اورلگيدنې د مخنيوي په موخه اكسيز نومې كيمياوي ماده وارد كړې
د سوداگرۍ او صنايعو وزارت د نفتي توكو او اوبلنو گازو رياست مسوولين وايي:
د اكسيز په نوم يوه كيمياوي ماده مو په دې وروستيو كې وارده كړې، چې ورڅخه په كار اخيستو به د نفتي توكو د ليږد په ټانكرونو او د نفتي توكو په سترو او كوچنيو ذخيرو كې ان د گوليو د لگېدو په مهال د چاودنو مخه ونيول شي.
د سوداگرۍ وزارت د نفتي توكو رييس فريد الله شېرزى د نفتي توكو له ټولو واردونكيو غواړي، چې د ملي او ځانگړيو پانگو د خونديتوب لپاره له دې توكو استفاده وكړي.
ويل كيږي، چې له دې توكو استفاده د ژوند چاپېريال ته هم زيان نه رسوي.
د نفتي توكو انجينر محمد حسين وايي:
د دې تر څنگ، چې دا ماده سل په سلو كې د نفتي توكو د چاودنې مخه نيسي، د اور لگيدنې درجه هم تر ډېره راټيټوي.
مسوولان وايي، دا ماده؛ ځكه په هېواد كې ډېره گټوره ده، چې په لويو لارو كې د ناامنيو پېښې را منځته كيږي.
وړاندې له دې په كابل ښار كې د نفتي توكو په ساتلو كې د ناغېړيو په دليل د اورلگيدنې پيښې را منځته شوې دي.
تېر كال د كابل په صنعتي پارك كې د نفتي توكو په سوځيدو او چاودنې لسگونه كسان ووژل شول او خلكو ته په ميليونونو افغانۍ زيان واوښت.