سیمه ییز خبرونه
د سوداگرۍ وزارت د بيو د سالم رقابت نړيواله ورځ ونمانځله
د سوداگرۍ او صنايعو وزارت د دسامبر۵ چې د سالم رقابت له نړيوالې ورځې سره سمون خوري، په كابل كې ونمانځله.
د دې وزارت چارواكي وايي، نوې مسوده يي د افغانستان د بازارونو د حالت د ښه والي لپاره چمتو كړې څو له يوې خوا بيې كنترول شي او بل خوا د پانگوالو تر منځ هم سالم رقابت را منځته شي.
كابل ښاريان په دې وروستيو كې د خوراكي توكو د بيو پر لوړوالي انديښمن دي او وايي، چې د خوراكي توكو بيې ۳۰ په سلو كې لوړې شوې دي.
په تېرو پېنځه مياشتو كې د اوړو يوه پنځوس كيلويي بورۍ له یوولس سوه افغانيو څخه ۱۴۰۰ افغانيو ته، د وريجو يوه څليريشت كيلويي بورۍ له ۲۰۰۰افغانيو څخه ۲۱۵۰ افغانيو ته، يوه كيلو بوره له ۳۲ افغانيو څخه ۴۰ افغانيو ته، د يو كيلو رومي بادنجانو د رب قطۍ له ۵۰ افغانيو څخه۷۰ افغانيو ته او يو من سره وطني لوبيا له ۴۰۰ افغانيو څخه ۷۵۰ افغانيو ته پورته شوي دي.
د سوداگرۍ او صنايعو وزارت مرستيال متصل كومكي وايي، تر هغې، چې افغان دولت ستراتيژيك ذخاير جوړ نه كړي، په بازارونو كې د بيو كنترول ستونزمن كار دى.
په تېرو دولس كلونو كې هر كال د ژمي په را رسيدو افغانان د خوراكي او سون توكو د بيو د لوړوالي شاهد دي؛ خو په زياترو مواردو كې د ژمي له تېريدو وروسته هم د دغو توكو بيې نه دي را لويدلي.