پرمختګ او بشپړتیا
د سوداگرۍ وزارت له ټرانزيټي لاسته راوړنو خبرې كوي
د هېواد د سوداگرۍ او صنايعو وزيرانوارالحق احدي وايي، چې:
له پاكستان سره د ټرانزيټي تړون د عملي كېدو په اړوند يې د پام وړ لاسته راوړنې درلودلي دي.
احدي وايي، چې:
د دغه تړون د عملي كېدو په اړوند پاكستاني اړخ ورته پوره ډاډ وركړى، چې د هغه هېواد له قانوني پړاوونو به را وځي او د عمل جامه به اغوندي.
د افغانستان د سوداگرۍ وزيرانوارالحق احدي د شنبې(د وږي ۱۹) په ورځ په كابل كې يوې خبري غوڼدې ته وويل، چې:
پاكستان ته په وروستي سفر كې، د هغه هېواد د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني او د هغه هېواد د ماليې وزير د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزيټي تړون د عملي كېدو په اړه ډاډ وركړى.
د هغه په وينا:
آغلې ربانې ورته ويلي، چې:
ډېرژربه دغه تړون د تصويب لپاره د وزيرانو شورى او د لومړي وزيرتوشيح ته وړاندې شي.
د احدي په وينا، چې:
له دې وروسته به د افغان سوداگرو هغه (۵۰۰) كانټينره مالونه افغانستان ته د تگ اجازه ترلاسه كړي، چې پاكستان له څه مودې راهيسې درولي دي.
هغه وويل، چې:
په بندرونو كې له پېنځلس ورځو ډېرد ترانزيتي مالونو د پاتې پرسر پخوانى جريمه هم د نوي تړون له مخې له منځه وړل شوې ده او دغه موده يوې مياشتې ته غزېدلې ده.
د سوداگرۍ او صنايعو خونې مرستيال خان جان الكوزي په دغه غونډه كې وويل، چې:
له پاكستان سره د شوي ترانزيټي تړون له مخې به د افغانستان پر صادراتو هيڅ ډول بيمې او تضمين ته اړتيا نه وي.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان او پاكستان ترمنځ د لانجمن ترانزيټي تړون د عملي كېدو په اړه له اوږدې مودې راهيسې د دواړو خواوو تر منځ خبرې روانې دي؛ خو دا، چې وروستۍ خبرې به څرگندې پايلې ولري، وخت به يې په ډاگه كړي
