سوداگري
د سوداگرۍ وزير د لويې څارنوالۍ د څېړنوغوښتنه كوي
د سوداگرۍ وزير د دغه وزارت د لوړو پوړو چارواكو له خوا ولسمشر ته په پرانستي ليك كې پر ده لگېدلي تورونه ردوي او په دې برخه كې د لويې څارنوالۍ د څېړنو غوښتنه كوي.
څو ورځې وړاندې ولسمشر ته د سوداگرۍ وزارت د لوړ پوړو چارواكو د پرانيستي ليك يوه كاپي آريانا ټلويزيون تر لاسه كړه، په دغه ليك كې د سوداگرۍ پر وزير تور لگېدلى، چې د دغه وزارت وزير خپل خپلوان او د گوند غړي په غېر قانوني ډول مقرروي او ورسره د دغه وزارت په قراردادونو كې فساد هم شتون لري.
دغه ليك كې، چې د سوداگرۍ وزارت د صنايعو څخه د ملاتړ د معين په گډون پنځلسو چارواكو لاسليك كړى له ولسمشر نه يې غوښتي، چې يادو ستونزو ته جدي پاملرنه وكړي.
خو له څلورو ورځو وروسته د سوداگرۍ وزير انوارالحق احدي دغه تورونه ردوي او زياتوي، چې په دغه وزارت كې د اصلاحاتو لړى دوام لري او كېداى شي يو شمېر زيانمنو كسانو دغه كار تر سره كړى وي.
نوموړى زياتوي، هغه كسانو، چې دغه ليك لاسليك كړى وايي، چې د نا معلومو كسانو له خوا د ليك په محتوا كې بدلون راغلى دى.
په دغه خبري ناسته كې له هغو كسانو څخه، چې په ليك كې لاسليك كړى دى يو هم ندى موجود، خو د سوداگرۍ وزارت د صنايعو څخه د ملاتړ معين متصل كمكي په دغه وزارت كې د فساد د شتون پخلى كوي او له وزير څخه غواړي، چې دغو ستونزو ته پاملرنه وكړي.
ښاغلي كمكي د شنبې په شپه (د مرغومي ۲۳ ) له آريانا تلويزيون سره په ټېلفوني اړيكه كې د ياد ليك محتوا منلې وه، خو دا يې هم ويلي وو، چې دغه ليك د دوى له خوا رسنيو ته نه دى لېږل شوى.
نوموړي ويلي وو، كه وزير يادو ستونزو ته پاملرنه ونكړي نو دوى به دغه ليك ولسمشر ته ولېږي.