نړۍ

د سوریې پخوانیو وسلوالو له دفاع وزارت سره د ادغام هوکړه وکړه

د رویټرز د راپور له مخې؛ د سوریې اوسنی مشر احمد شرع به د ګڼو ډلو تر منځ د جګړې د مخنیوي لپاره له سختو ننګوونو سره مخ شي.

Published

on

د سوریې نوي حکومت په خبرپاڼه کې راغلي؛ د دې هېواد اوسني مشر احمد شرع د سې‌شنبې پر ورځ( د مرغومي څلورمه ) د پخوانیو وسلوالو ډلو له مشرانو سره داسې هوکړې ته رسېدلی، چې ټولې ډلې به منحل او د سوریې د حکومت تر څارنې لاندې په دفاع وزارت کې راټولې شي.

د رویټرز د راپور له مخې؛ د سوریې اوسنی مشر احمد شرع به د ګڼو ډلو تر منځ د جګړې د مخنیوي لپاره له سختو ننګوونو سره مخ شي.

د سوریې لومړي وزیر محمد البشیر تېره اوونۍ ويلي وه؛ د هېواد دفاع وزارت به له پخوانیو وسلوالو او هغو افسرانو څخه جوړ شي، چې د بشار الاسد له اردو څخه وتلي دي.

د سوريې نويو واکمنانو په لنډمهاله حکومت کې دفاع وزير مرحف ابو قصري ټاکلى دى.

احمد شرع د لوېديځو هېوادونو چارواکو ته، چې له ده سره یې لیدلي ویلي، چې د التحریر الشام اسلامپال به له پخواني رژیم څخه غچ نه اخلي او نه به مذهبي لږکي وځپي.

د یادونې ده، چې د سوریې وسلوالو د روان کال په ډسمبر کې ځانونه د دمشق واکمنۍ ته ورسول او د سوریې ولسمشر بشارالاسد له دمشق څخه په الوتکه کې روسیې ته وتښتېد.

Trending

Exit mobile version