نړۍ
د سوریې په یوه ډلهییز قبر کې لږ تر لږه ۱۰۰ زره جسدونه براته دي – راپور
معاذ مصطفی له دمشق څخه رویټرز سره په یوه ټیلیفوني مرکه کې ویلي؛ دا ډلهییز قبر د القطیفه په سیمه کې، چې له دمشق څخه څلوېښت کیلومټره لرې یو له هغو پېنځه ډلهییزو قبرونو څخه دی، چې په تېرو څو کلونو کې یې کشف کړي دي.
په سوریه کې د امریکا د یوې موسسې مشر اعلان کړی، چې له دمشق بهر په یوه ډلهییز قبر کې د لږ تر لږه ۱۰۰ زره کسانو جسدونه پراته دي، چې د سوریې د لرې شوي ولسمشر بشارالاسد د حکومت لخوا وژل شوي دي.
معاذ مصطفی له دمشق څخه رویټرز سره په یوه ټیلیفوني مرکه کې ویلي؛ دا ډلهییز قبر د القطیفه په سیمه کې، چې له دمشق څخه څلوېښت کیلومټره لرې یو له هغو پېنځه ډلهییزو قبرونو څخه دی، چې په تېرو څو کلونو کې یې کشف کړي دي.
د سوریې د بیړنیو حالاتو د ډلې مشر معاذ مصطفی ویلي، چې نور ډلهییز قبرونه هم شته او قربانیان یې نه یوازې سوري وګړي، بلکې امریکايي، بریټانیاوي او د نورو هېوادونو هم دي.
د راپورونو له مخې؛ له ۲۰۱۱ کال راپدېخوا، چې د اسد د حکومت پر ضد لاریونونه د کورنۍ جګړې لامل شول، په کې سلګونه زره سوري وګړي وژل شوي دي.
بشار الاسد او پلار یې حافظ الاسد، چې له ده مخکې ولسمشر و او په ۲۰۰۰ کال کې مړ شو؛ د سوریې د خلکو، د بشري حقونو ډلو او نورو حکومتونو لخوا د ډلهییزو اعدامونو په ګډون پر ډلهییزو وژنو تورون دي.
اسد په پرلهپسې توګه د خپل حکومت لخوا د بشري حقونو سرغړونې رد کړي او خپل مخالفان یې افراطیان یاد کړي دي.
ویل کیږي، چې روسیې اسد او کورنۍ ته یې پناه ورکړې ده.