د ملي پخلاینې عالي شورا مشرعبدالله عبدالله څرګنده کړې، چې له تېرو دوه ورځو راپدیخوا د خپلمنځي خبرو دواړو لوریو د سولې خبرو ته د رسیدو پر اجنډا خبرې کړې دي.
عبدالله عبدالله د سې شنبې پر ورځ په کابل کې د سولې، رسنیو او مدني ټولنې یوې خبري غونډې ته په وینا کې په ډاګه کړې، چې نن پلاوي ډله ییزې سلامشورې کوي او ډېر جدي بحثونه به سبا (چارشنبه) پیل شي.
عبدالله عبدالله ویلي: دا لومړی ځل دی، چې د سولې لپاره رښتینی فرصت رامنځته شوی؛ خو دا اوس د دواړو لوریو پورې اړه لري، چې څنګه ګټه ترې پورته کړي.
نوموړي زیاته کړې؛ سوله فکر او باور ته اړتیا لري. په دې اړه مونږ له طالبانو تمه لرو، چې یو لوی ګام واخلي. زه ډاډه یم، چې دوی به پښیمانه نشي. دا نه یوازې یوه سیاسي مسله ده، بلکې دا یو مسوولیت هم دی.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ ویلي، دا ناستې لومړنۍ وې او د اجندا په اړه د بحثونو لپاره زیات وخت ته اړتیا ده.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د قطر، پاکستان او امریکا ځانګړيو استازيو په ګډون د یو شمېر ادارو او حکومتونو له مشورو وروسته د سولې اړوند بهیر پرمختګ وموند او د سولې خپلمنځی خبرو دواړو لوریو د سولې خبرو پر کړنلارو او قواعدو موافقه وکړه او په دې اړه پرمختګونو ته هم هیله من شوي دي.