تازه خبرونه
د سولې خبرو بنسټ باید قرآن کریم او اسلامي شریعت وي – اشرف غني
ولسمشر اشرف غني د اسلام د ستر پیغمبر د زوکړې نمانځغونډې ته په خبرو کې ویلي؛ طالبان څلوېښت کاله د دین په نامه وجنګېدل، خو اوس یې د اسلامي شریعت د احکامو پر ځای له امریکا سره تړون د سولې خبرو بنسټ ګرزولی دی.
ولسمشر غني د اسلام د ستر پیغمبر د زوکړې نمانځغونډې ته، چې په کې یو شمېر دیني عالمانو او امنیتي ځواکونو برخه اخیستې وه ویلي؛ د افغان حکومت بنسټ اسلامي شریعت دی او طالبان باید قرآن او اسلامي شریعت د افغانستان د سولې خبرو اترو بنسټ وګرزوي.
ولسمشر اشرف غني وايي: هغو، چې ۲۰ کاله د دین پر نوم جګړه وکړه؛ اوس وایي، د امریکا تړون. رادې شي د هېواد له دیني عالمانو سره دې خبرې وکړي او نظرونه دې تبادله کړي.
اشرف غني زیاته کړې؛ له سولې پرته، هیڅ څیز د جګړې له لارې تر لاسه کیدی نشي او په اوسني وضعیت کې د افغانانو د وینو تویول جایز ندي.
ولسمشر غني د تاوتریخوالي دوام ته په نغوته او اشاره کې خپل دا ټینګار هم څرګند کړی، چې د افغان حکومت د وېش هره هڅه به ناکامه وي.
دغه راز د میلاد نبې نمانځغونډې ته د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چارسبمالی قاسم حلیمي ویلي، اسلامي نړۍ د افغانستان اوسنۍ جګړه حرامه نومولې او د دې جګړې پر وړاندې یې د افغان سرتېرو مبارزه شرعي جګړه ګڼلې ده.
په هېواد کې د تاوتریخوالي پېښې دوام لري، چې قرباني یې ملکیان او افغان ځواکونه ورکوي. په داسې حال کې، چې دیني عالمان سولې ته د رسېدو او د شخړو د پای لپاره د پیغمبر (ص) د سنتو پر ځای کول لړین بولي.