تازه خبرونه

د سولې خبرو راتلونکي پړاوونه دې په افغانستان کې ترسره شي- حمدالله محب

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۲, ۱۳۹۹)

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب نن (شنبه د لیندۍ ۲۲) په خپل یوه ټویټ کې څرګنده کړې، چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې راتلونکي پړاوونه باید په هېواد کې دننه ترسره شي.

حمدالله محب ویلي، چې دولت د ځای په اړه ځانګړې غوښتنه نلري او چمتو دی؛ د هېواد هره سیمه، چې طالبان وغواړي هلته به د تاسیساتو جوړولو په ګډون، بشپړ چمتووالی ونیول شي او خبرې پر مخ یوسي.

محب زیاته کړې؛ په هېواد کې دننه د سولې خبرې ټولو افغانانو ته د مالکیت او څارنې وړتیا ورکوي او له نور ډېر لګښته هم مخنیوی کوي.

هغه دا هم ویلي، چې دا به خلک د سولې پر بهیر ښه پوه کړي.

نوموړي په ډاګه کړې؛ په هېواد کې دننه خبرې اترې د ټولنې له واقعیتونه اغېزمنې کیږي؛ خو سوله په بهر کې له بهرنیانو اغېزمنه کیږي، چې دغه سوله بیا د افغانستان په ګټه نده.

داسې ویل کیږي، چې په دوحه کې به د سولې خبرې د ۲۰  ورځو لپاره ودریږي.

د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش ویلي، چې طالبانو په تېرو درې میاشتو کې تاوتریخوالی ډېر کړی او څو پورې، چې اوربند ونه منل شي؛ خبرې به پر مخ ولاړې نشي.

سروردانش زیاته کړې؛ اماراتي نظام به سوله رانوړی بلکې جګړې به ورسره نورې هم پراخه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دوحه کې باوري سرچینو ویلي، له لوړپوړیو چارواکو څخه د مشورې اخیستو لپاره په خبرو کې د ځنډ غوښتنه شوې؛ خو تر اوسه دا مسئله وروستۍ شوې نده.

Trending

Exit mobile version