تازه خبرونه

د سولې خبرو ډلې غړې فوزیه کوفي د کاسا آسیا جایزه وګټله

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲, ۱۳۹۹)

د افغانانو د خپلمنځي خبرو د جمهوریت پلاوي غړې فوزیه کوفي د آسیا کور د تنوع او تلپاتې پراختیا د جایزې ګټونکې شوه.

دې بنسټ ویلي، چې میرمن کوفي د ښځو او ماشومانو د حقونو په برخه کې د پرلپسې هڅو د تر سره کولو او د سولې د ټینګښت په بهیر کې د سیاسي رول لوبولو او د نجونو او ښځو ښوونې ته د هغې د ژمنتیا له کبله د دې جایزې وړ پېژندل شوې ده.

د جمهوریت د مرکچي پلاوي غړی میرمن کوفي له شاه پورفرهمند سره په خبرو کې ویلي، چې دا جایزه به د نجونو د تحصیلي بورسیو لپاره ځانګړې کړي.

هغه د سولې په مرکچي پلاوي کې له څلور ښځو یوه ده، چې د دوحې په خبرو کې یې له جمهوریت دفاع روانه ساتلې ده.

د ښځو حقونو هڅانده میرمن اندېشه شفق ویلي؛ میرمن کوفي څو میاشتې مخکې په یوه وسلوال برید کې پر لاس ټپي شوې؛ خو په ټپي لاس له طالبانو سره د سولې خبرو ته کېناسته.

د کاسا آسیا ۲۰۲۱ جایزې ګټونکی د دوشنبې پر ورځ د هسپانیا په ماډریډ ښار کې له هغې وروسته  اعلان شول، چې قاضیانو په څلورو کټګوریو کې د دې جایزو لپاره ۵۲ کسان په پام کې ونیول.

دا جایزه په ۲۰۰۴ زېږدیز کال کې رامنځته شوې، چې د هسپانیا بهرنیو چارو وزارت او اروپایي ټولنه یې هم  وندوال دي. د دوی موخه د هسپانیا او آسیایي هېوادونو ترمنځ په ښه تفاهم رامنځته کولو کې مرسته او د ټولنیزو، اقتصادي، فرهنګي او ښوونیزو اړیکو وده ده.

د یادونې ده، له افغانستان څخه ګوفي او درې نورو د فرهنګ او ټولنې، اقتصاد او کاري فرصتونو او په ښوونیزو او علمي برخو کې جایزې وکټلې.

Trending

Exit mobile version