سیمه ییز خبرونه

د سولې خبرې او اساسي قانون ته درناوى د امريكا ليدلورى دى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په كابل كې د امريكا سفير له آريانا راديو – تلويزيون سره د خبرو پرمهال د ښځو حقونو ته په پاملرنه ټينگار وكړ،  چې له ۲۰۱۴ م كال وروسته به له افغان ځواكونو سره د امريكايي سرتېرو ماموريت ملاتړى، روزنيز او مشورتي بڼه ولري.

په كابل كې د امريكا سفير جيمز كنيگم وايي:

له ۲۰۱۴ كال وروسته د افغانستان لپاره د امريكا ستراتيژي له وسلوالو طالبانو سره د سولې خبرې او اساسي قانون ته درناوى وي.

جيمز كنيگم په بشپړ ټينگار څرگنده كړه، چې:

په راتلونكې كې مو د افغانستان لپاره درې ټكې مهم بللي دي؛ له وسلوالو طالبانو سره د سولې خبرې، اساسي قانون ته درناوى او همدا راز د ښځو حقونو ته درناوى هغه څه دي، چې امريكا يې غواړي.

د امريكا سفير له ۲۰۱۴ م كال وروسته له صحنې څخه د خپلو سرتېرو د ليري كيدو او د افغان ځواكونو له خوا د امنيت ساتنې ډاډ وركوي.

اوس مهال د افغانستان د شاوخوا اتيا فيصده سيمې امنيت د افغان ځواكونو له خوا ساتل كيږي، خو پوښتنه دا ده، چې له ۲۰۱۴ م كال وروسته به افغان امنيتي ځواكونه د ټول افغانستان د امنيت پر ساتلو بريالي شي او كنه.

Trending

Exit mobile version