Connect with us

تازه خبرونه

د سولې خبرې باید ژر تر ژره بیا پیل شي – خلیلزاد

خپور شوی

د

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد آلماني دیر شپیګل ورځپاڼې ته ویلي، چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه خورا لوړه ده او د سولې خبرې باید ژر تر ژره پیل شي.

هغه د تاوتریخوالي د لوړې کچې په اړه ویلي؛ دواړه خواوې باید د ګډ ټکي د موندلو لپاره رښتینې هڅې ترسره کړي. که د سولې هوکړه نه وي؛ نو بل غوراوی د طالبانو بریا نده . دا یوه اوږده جګړه ده.

خلیلزاد دا خبرداری هم ورکړی، چې په افغانستان کې پوځي حل ناشونی دی.

هغه ویلي: که د جمهوريت غوښتونکيو ډلې سره بېلې شي او هره ډله بېله لار غوره کړي؛ دا یو خطرناک امکان دی، نو طالبان به په ځانګړي توګه افراطیان د پوځي حل غوراوي ته وهڅوي.

خلیلزاد وايي؛ په افغانستان کې پر پوځي حل ټینګار به د ۱۹۹۰ لسیزې د تراژیدۍ تکراروي او نیابتي جګړو ته به زمینه برابره کړي.

هغه څرګنده کړې: طالبانو او نورو افغان ډلې  مشرانو هغه مهال هیر کړی ندی. دوی خپلې وېروونکې تېروتنې په پام کې لري. دوی سره راټول شوي ندي او هر یو یې خپلې ګټې تعقیبوي، چې د جګړې او د افغانستان د ورانۍ لامل شوي. مونږ له افغانانو تمه لرو، چې دا تېروتنې تکرار نکړي.

خلیلزاد په ډاګه کړې؛ د استانبول د غونډې ځنډول د طالبانو لپاره یوه آزموینه ده، چې آیا دوی غواړي په سوله ییزه توګه جګړه پای ته ورسوي او که نه.

دی وایي: ترکانو،  قطري مشرانو او ملګرو ملتونو هوکړه کړې، چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرو د چټکولو لپاره یوه غونډه جوړه کړي. طالبانو تر دې دمه د دې ناستې پر نېټه  فکر ندی کړی. دوی وايي، چې تر دې دمه یې په دې ناسته کې د ګډون اجازه ترلاسه کړې نده. دوی د بندیانو خوشې کول او له تور نوملړه یې د مشرانو نومونه لرې کول غوښتي.

خليلزاد وايي، جګړه بیه پرې کول غواړي او دواړه خواوې هره ورځ ځاني زیانونه ویني.

د امریکا ځانګړي استازي ويلي، چې طالبان یو فرصت لري او هغه د دوی راتلونکی اغېزمن کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ د دوی راتلونکی له نړیوال مشروعیت، مرستو، تور نوملړ او دبندیانو خوشې کولو کې دی؛ خو دا کار له خبرو او پر سیاسي حل هوکړې ته اړتیا لري.

خلیل زاد وايي: جګړه بدیل دی که څه هم تلپاتې لاسته راوړنې هم ولري. دوی غور کوي، چې په آسانۍ یې نشي ګټلی. د دوی اوسني بریدونه به دوی له قانوني ملګرتيا بې برخې  او ډډې ته کړي. دغه راز به د مشرعو همکارانو په توګه ونه منل شي، بندیان به یې خوشې نشي او پهتور نوملړ کې به پاتې وي. د نړیوالې ټولنې دوامداره مخالفت به له پوځي لارې واک ته د رسېدو مخه ونیسي.

د امریکا ځانګړي استازي زیاته کړې؛ اوس د دې وخت رارسیدلی، چې طالبان پرېکړه وکړي، چې پر کومه لاره ولاړ شي.

هغه وایي: مونږ له خپلو متحدینو سره دواړو لارو ته چمتووالی نیسو. دا پیغام طالبانو ته ورکړ شوی دی.

خلیلزاد وايي، چې طالبان په افغانستان کې سیاسي حل ته چمتووالی نیسي.

خلیلزاد ويلي؛ که طالبان جګړه غوره کړي، نو امریکا به له افغان ځواکونو سره ودریږي.

هغه خبرداری ورکوي، چې پر خلکو د غوښتنو تپل به جګړه نوره هم  اوږده کړي.

خلیلزاد ډاډ ورکوي، چې امریکا او نړیواله ټولنه به افغانستان یوازې نه پریږدي.

هغه ویلي: کله، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل بشپړ شي؛ نو ورسره به زمونږ د همکاریو نوی څپرکی هم پرانستل شي. دا هېواد به د افغان ځواکونو، بشري مرستو او پرمختیايي مرستو په ګډون د امریکا د مرستو مخکښ ترلاسه کوونکی وي.

خلیلزاد وايي: پاکستان په افغانستان کې مشروع ګټې لري او افغانان باید دې ګټو ته درناوی ولري.

هغه زیاته کړې؛ د دواړو هېوادونو مشروع ګټې  دا دي، چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر ضد ونه کارول شي او د پاکستان خاوره باید د افغانستان پروړاندې ونه کارول شي.

خلیلزاد زیاته کړې، چې هغه له بریټانیا سره پر افغانستان او پاکستان کار کوي، چې دواړه هېوادونه وکولی شي پر ګډ امنیت کار وکړي او یوې هوکړې ته ورسیږي.

هغه دغو همکاریو ته په نغوته کې ویلي؛ پاکستان پړ دی، ځکه ډېر طالبان هلته ژوند کوي.

د امریکا دغه ځانګړی استازي ویلي، د افغانستان راتلونکی له طالبانو او نورو افغان مشرانو سره نښلول شوی دی.

هغه وایي: افغان مشرانو ورته ویلي، چې له تېرو پوهیدلي دي؛ خو دا به وخت په ډاګه کړي، چې آیا دوی خپل هېواد او خلکو ته لومړیتوب ورکوي که د نورو پلانونو پلي کولو ته.

دا په داسې حال کې ده، چې خلیلزاد په یو لړ ټویټونو کې د کوچني اختر په ویاړ د طالبانو او حکومت د درې ورځني اوربنده د هرکلي ترڅنګ ویلي؛ سیاسي جوړجاړی او دایمي اوربند د افغانانو حق دی او له همدې کبله مونږ د سیاسي جوړجاړي لپاره د افغانانو ترمنځ د خبرو د ګړندي کیدو او د روانې جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کوو.

تازه خبرونه

د بي‌بي‌سي راډیويي خپرونې د پرله‌پسې سرغړونو له کبله بندې شوې

د بي‌بي‌سي ویاند هم په ټول افغانستان کې د دې رسنۍ د راډیويي خپرونو بندېدا تائید کړې او څرګندوي، چې د دې موضوع د حل لپاره د اسلامي امارت له چارواکو سره په اړیکه کې دي.

Published

on

 

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو د څار رییس صفي‌الله رائد ويلي، په افغانستان کې د بي‌بي‌سي راډیويي خپرونې د« پرله‌پسې سرغړونو» له کبله بندې شوې دي.

د بي‌بي‌سي ویاند هم په ټول افغانستان کې د دې رسنۍ د راډیويي خپرونو بندېدا تائید کړې او څرګندوي، چې د دې موضوع د حل لپاره د اسلامي امارت له چارواکو سره په اړیکه کې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

نړیواله ټولنه دې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره عملي هڅې وکړي – برهم صالح

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۳ز.کال له وروستیو راپدېخوا نږدې اووه میلیون کسان له ګاونډ هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي، چې یو شمېر یې په سختو شرایطو او د خپلې خوښې خلاف بېرته ستانه شوي دي.

Published

on

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ مشر برهم صالح له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې افغانستان ته د بېرته راستنېدونکو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۳ز.کال له وروستیو راپدېخوا نږدې اووه میلیون کسان له ګاونډ هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي، چې یو شمېر یې په سختو شرایطو او د خپلې خوښې خلاف بېرته ستانه شوي دي.

برهم صالح د دې ادارې د اجرائیوي کمیټې په غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې بېرته راستنېدونکي له بېوزلۍ، د خدمتونو له محدودیتونو او ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي.

نوموړي همدارنګه د افغان نجونو د زده‌کړو او د خپلو هیلو د پوره کولو پر حق ټینګار کړی او له نړیوالو مشرانو یې غوښتي، چې خپلې ژمنې پر عملي اقداماتو بدلې کړي.

هغه ویلي، افغان نجونې د خوبونو او خیالونو غوښتنه نه‌کوي، بلکې داسې فرصتونه غواړي، چې وکولی شي خپلې هیلې او ارمانونه پوره کړي.

دغه راز افغان کارپوهانو ويلي، بېرته راستنېدونکي د خپل ژوند د بیا پیل لپاره کاري فرصتونو او دوامدار اقتصادي ملاتړ ته اړتیا لري.

د دوی پر اند، یوازې لنډمهاله مرستې نه‌شي کولی د دغو کورنیو ستونزې حل کړي.

د اسلامي امارت چارواکو بېرته راستنېدونکو ته د کار او زده‌کړو د فرصتونو پر برابرولو، د بشري مرستو پر اړتیا او له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

نړیوالې ټولنې د بدیل معیشت په برخه کې له بزګرانو سره اړینې مرستې نه‌دي کړي- امیرخان متقي

د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه موضوع د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له نوي ټاکل شوي ځانګړي استازي ټوماس فریلیسن سره د امیرخان متقي په لیدنه کې وړاندې شوې ده.

Published

on

 

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ويلي، نړیوالې ټولنې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغانستان د لاسته‌راوړنو د ملاتړ لپاره له بزګرانو سره د بدیل معیشت په برخه کې اړینې مرستې نه‌دي کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه موضوع د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له نوي ټاکل شوي ځانګړي استازي ټوماس فریلیسن سره د امیرخان متقي په لیدنه کې وړاندې شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان د امنیتي وضعیت، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې او یو شمېر بشري او سیاسي موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

فریلیسن د امنیت د ټینګښت او د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت لاسته‌راوړنې ستایلې او څرګندوي، چې د افغانستان د امنیت ټینګښت او د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه د اروپايي ټولنې د رسمي دریځ یوه برخه ده.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې اروپايي ټولنه به هڅه وکړي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!