تازه خبرونه

د سولې دروازه بايد بنده نه شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سولې په چارو کې د ولسمشر غني سلاکار د څلور اړخیزو غونډو د پیل غوښتنه لري او د سولې خبرو ته د طالبانو د حاضرولو له پاره د پاکستان رول مهم بولي، هغه ټينګار کوي چې د سولې لاره بايد تعقيت کړل شي.

قطب الدین هلال ټینګار کوي چې له طالبانو سره د سولې خبرو کې باید نړیوالو او پاکستان ته ونډه ورکړل شي. په همدې حال کې د جهادي او ملي ګوندونو عالي شورا وايي چې د سولې د خبرو دروازه باید پرانیستې وي. دغه شورا وايي چې نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه امریکا د طالبانو د نابودۍ اراده نه لري.

که څه هم ولسمشر غني وايي چې له پاکستان دا تمه نه لري چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي، خو د سولې په چارو کې د ولسمشر غني سلاکار د غویي د اتمې یا د مجاهدینو د بریالیتوب د څلورویشتمې کلیزې په نمانځغونډه کې د سولې د ښکېلو غاړو تر منځ پر نرمښت ټینګار وکړ او د سولې خبرو ته د طالبانو د حاضرولو له پاره د پاکستان رول ډېر مهم بولي.

د سولې په چارو کې د ولسمشر سلاکارقطب الدین هلالوايي: “د سولې په خبرو کې د پاکستان رول ډېر مهم دی، حتمي ده چې افغانستان له پاکستان سره په څلور اړخيزو خبرو کې ونډه واخلي او نړيوالو ته ونډه په کې ورکړل شي.”

د سولې د عالي شورا رییس وايي چې له طالبانو سره د سولې هڅې باید دوام وکړي. نوموړی زياتوي که افغان ځواکونه په جنګي تجهیزاتو سمبال نه شي، افغانان به خپلو موخو ته ونه رسېږي.

د سولې د عالي شورا رییسپیر سید احمد ګیلاني وايي: “هغه لاس ته راوړنې چې د وينو په بدل کې ترلاسه شوې دي بايد وساتل شي او کوم ملت چې قرباني ورکړې بايد د سولې او امن په چاپېريال کې ژوند وکړي.”

د جهادي او ملي ګوندونو د عالي شورا غړی سید حسین انوريوايي: “د طالبانو د ورکولو له پاره د نړيوالو له خوا کومه اراده نشته، له کومو هېوادونو سره چې تړونونه شوي، دولت يې بايد د عملي کولو هڅه وکړي.”

ولسمشر غني امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې پر طالبانو د هوا او ځمکې له لارې پراخ بریدونه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې طالبان وايي، د قطر سیاسي دفتر یو پلاوی یې پاکستان ته تللی او دغه پلاوی به پاکستان کې د افغان کډوالو پر ستونزو، د بندي ملا برادر په خوشې کولو او نورو بندي افغانانو په تړاو له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.

Trending

Exit mobile version