تازه خبرونه

د سولې د بل پړاو خبرو پرېکړه به افغانان پخپله کوي- پاکستان

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي؛ پاکستان په افغانستان کې سولې ته لېواله دى، خو د افغان دولت او افغان طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو د بل پړاو پرېکړه به افغانان پخپله کوي.

د دې وزارت وياند قاضي خليل الله تېرهورځ په اسلام آباد کې په خپلې اوونيزې خبرې غونډه کې خبريالانو ته د وينا پرمهال وويل ، چې پاکستان د افغانستان د سولې او ثبات له پاره د زړه له تله کارکوي؛ ځکه، چې د کابل سوله د اسلام آباد په گډون د ټولې سيمې له پاره اړینه ده.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت داڅرگندونې په دا سې وخت کې کوي ، چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو دوه يم پړاو، چې چې ټاکل شوې وه د جولای په یو دېرشمه اسلام آباد ته نزدې په مري کې ترسره شي؛ د طالبانو د پخواني مشرملا محمد عمر د مړينې د راپورخپرولو له کبله وځنډېده.

قاضي خليل الله د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو د بل پړاو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل؛ که څه هم پاکستان غواړي ، چې د سولې په مذاکراتو کې د تېر په څېر رول ترسره کړي؛ خو د مذاکراتو د بل پړاو پرېکړه به افغانان پخپله کوي.

Trending

Exit mobile version