تازه خبرونه
د سولې د خپلمنځي خبرو پر کړنلاره هوکړه یو اړین پړاو دی – پمپیو
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د چارشنبې پر شپه څرګنده کړې؛ د افغان حکومت د خبرو اترو د ډلې او طالبانو ترمنځ پر کړنلاره هوکړه سیاسي جوړجاړي ته رسېدل شوني کوي.
له هغې وروسته، چې په قطر کې د خپلمنځي خبرو پر کړنلارې ( طرزالعمل ) هوکړه وشوه او د اجندا د جوړولو لپاره ګډې کمېتې ته سپارښتنه وشوه؛ نو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له شوي پرمختګه هرکلی وکړ او دا کار یې سولې ته د دواړو لوریو ژمنتیا ونوماوه.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د خپلمنځی خبرو پر لوري د دغه پرمختګ مبارکي ویلې او دا د سختو او اړینو موضوعاتو حل ته د دواړو لوریو ژمنتیا بولي.
سرچینې په ډاګه کړې، چې د سولې په خبرو کې دغه پرمختګ یوه سیاسي جوړجاړي ته رسېدل او د څلوېښت کلنې جګړې د پای ته رسېدو هیلي راټوکوي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د سولې او ثبات لپاره د هڅو د ترسره کولو ډاډ څرګند کړی او څرګندوي، چې په افغانستان کې به تر سرتاسري اوربنده زیار ګالو.
دا په داسې حال کې ده، چې د خپلمنځي خبرو کې روان پرمختګ د بېلابېلو کورنیو او بهرنیو اړخونو له تاوده هرکلي سره مخ شوی دی.
