پرمختګ او بشپړتیا
د سولې د پروسې د بريا له لامله به په خوست کې ټولگټې پروژې پلې شي
دغه څرگندونې په افغانستان کې د سولې د عالي شورا د دارالانشاء استازي عزيزاحمدزي د هغه سفرپرمهال وكړې، چې د سولې پروگرام په برخه كې د آيساف له مرستيال كوماندان جنرال جونز سره په گډه خوست ته تللى و.
نوموړي له والي او د سولې د ولايتي شورا له غړيو سره د يوې ځانگړې ناستې پرمهال وويل، چې:
له هغو خلكو سره به هم مرستې وكړي، چې قومي شخړې يې حل كړي دي.
په خوست كې د آريانا راډيو- ټلويزيون خبريال محمدرسول عادل په ډاگه كوي، چې د آيساف په چوكاټ كې د سولې پروگرام مرستيال كوماندان جنرال جونز وويل:
په هغو سيمو کې، چې د سولې پروسه بريالۍ وي، افغان دولت به د نړيوالې ټولنې په مرسته هلته د رغونې ډېرې پروژې پلې كړي او هغه څوک، چې د پخلاينې او سولې له بهيرسره يوځاى کيږي ژوندبه يې خوندي وي.
ولس له ادارې سره همکارۍ ته چمتودى؛ ځكه، خو د رغونې لپاره هم ښه زمينه برابره شوې، د راغلي پلاوي په استازيتوب د سولې د شورا د دارالانشاء استازي عزيزاحمدزي وويل، چې :
په هغو سيمو كې، چۍ په لسگونه لويې او وړې پروژې پلې شي او له دې سره به د سولې او پخلاينې روانه پروسه نوره هم گړندۍ شي.
ده زياته کړه، چې:
د سولې د پروسې د بريا لپاره نړېواله ټولنه اته سوه ميليونه امريکايي ډالرمرسته كوي، چې له دې جملې به لس ميليونه امريکايي ډالرپه خوست کې د سولې ولايتي دفترلخوا پرهغو پروژ ولگول شي، چې د خلکو لخوا غوره كيږي.