سیمه ییز خبرونه
د سولې د پيغام رسوونكي بريد د ولسي جرگې د غړيو له تند غبرگون سره مخ شو
د سولې د پيغام رسوونكي له خوا د ملي امنيت پر رييس بريد، د ولسي جرگې د ځينو غړيو تند غبرگون را وپاراوه.
د ولسي جرگې يو شمېرغړي د بريد پرغندلو ټينگار كوي او وايي، چې:
دولت دې له وسله والو مخالفينو سره د سولې د بهير په اړه بيا كتنه وكړي.
د سولې د پيغام رسوونكيو په څېرو كې پربانفوذه او دولتي چارواكو بريدونه نوي ترهگريز تكتيكونه دي، چې ترهگرو په افغانستان كې ترې كار اخيستى دى.
تېر كال د سولې عالي شورا رييس برهان الدين رباني د يوه ځانمرگي له خوا، چې ځان يې د سولې پيغام رسوونكى نومولى و، ترورشو او د تېرې پنجشنبه په ورځ(د ليندۍ۱۸) د ملي امنيت عمومي رييس اسدالله خالد له همداسې بريد سره مخ او ټپي شو.
د ملي امنيت پر رييس اسدالله خالد بريد د ولسي جرگې د غړيو فاطمه عزيز او غلام حسين ناصري له تند غبرگون سره مخ شو او دوى له وسله والو مخالفينو سره د سولې بهير په اړه د بيا كتنې غوښتونكي شول.
له دې وړاندې هم د سولې په بهير د حكومت د سياسي مخالفو ډلو له خوا دا ډول نيوكې شوې وې، خو حكومت سوله په هېواد كې يوه اساسي اړتيا گڼي او د بهير پر غزونه ټينگار څرگندوي.