تازه خبرونه

د سولې راتلونکی پړاو خبرې به په دوحه کې وي – عبدالله

Published

on

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د یکشنبې پر ورځ په خپل ټویټ کې څرګنده کړې، چې د مشرتابه کمېټې پرېکړه کړې، چې د سولې خبرو راتلونکی پړاو به د جنورۍ پر پېنځمه د قطر په دوحه کې پیل شي.

هغه ویلي، چې د مشرتابه کمیټې د خبرو اترو د ترسره کیدو په لړ کې د نړیوالې ټولنې او قطر له دولت څخه د ډاډ او ملاتړ غوښتنه هم کړې ده.

 دا په داسې حال کې ده، چې عبدالله د یکشنبې پر ورځ په ارګ کې له ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره هم لیدلي دي.

 ارګ څرګنده کړې، چې عبدالله او غني د سولې خبرو د راتلونکي پړاو د وخت او ځای په اړه خبرې وکړې.

دغه راز د ملي پخلاینې عالی شورا مشر عبدالله عبدالله نن له غرمې وروسته په سپیدار ماڼۍ کې د امریکا د سفارت له چارسمبالي راس ویلسن سره د سولې د هڅو، د ملي پخلاینې عالي شورا د مشرتابه کمیټې د وروستۍ ناستې، په دوحه کې د خبرو دوه یم پړاو او د تاوتریخوالي د مخنیوي په اړه خبرې وکړې.

د یادونې ده، چې دوه اوونۍ مخکې اشرف غني او حمد الله محب دواړو په افغانستان کې د خبرو د بل پړاو تر سره کولو غوښتنه کړې وه؛ خو طالبانو دا وړاندیز رد او د قطر په دوحه کې یې د خبرو د دوه یم پړاو پر ترسره کولو ټینګار څرګند کړ.

Trending

Exit mobile version