تازه خبرونه

د سولې راوستلو د پرېکنده پرېکړې له کبله اړوند بهیر روان دی -عبدالله عبدالله

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۸, ۱۳۹۹)

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله نن چارشنبه  ( د سلواغې ۸ ) په کابل کې د افغان میرمنو شبکه هغې ناستې ته، چې د سولې په خبرو کې د اوربند خوندي کولو لپاره جوړه شوې وه؛ د خبرو پر مهال ویلي، چې د طالبانو د تاوتریخوالي کچې ته په کتو په کار وه، چې دوی له خبرو سره پرېکون اعلان  کړی وای، خو له خبرو پرته سوله ناشونې او خبرې روانې ساتل شوې دي.

عبدالله زیاته کړې، چې په چلند کې له بدلون مخکې طالبان باید د پاتې زندانیانو د خوشې کولو غوښتنه ونکړي.

د افغانستان جمهوریت پلوي مرکچي پلاوي غړي فاروق مجروح ويلي، چې طالبان اوربند نکوي او نه غواړي د خبرو د میز پر سر د اسلامي نظام په اړه تشریح ورکړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ طالبان له لس ورځو راپدیخوا خبرو ته نه حاضریږي.

هغه وایي، چې دوی غواړي پر اوربند خبرې وکړي؛ خو طالبان اوربند ته ندي چمتو او کله، چې د اسلامي نظام موضوع رامنځته شي؛ نو طالب د خبرو له میزه وتښتي.

د جمهوریت پلوي مرکچي پلاوي غړې حبیبه سرابي وایي: هغوي غواړي، چې غوره والی ولري؛ جنګ او ترور وسیله وګرزوي او پدې اړه برلاسي وي.

افغان میرمنې وايي، چې له خبرو سره همهاله جګړه بې معنا ده؛ نو، ځکه باید ژر تر ژره دواړه خواوې اوربند وکړي.

افغان میرمنو شبکې مشره روشن څېړن وایي: تاوتریخوالی د سولې له خبرو سره موازي منطقي نوی او مونږ اوربند غواړو.

د بشري حقونو په چارو کې د دولت پخوانۍ وزیره سیما سمر څرګندوي: څومره، چې وینه تویېدل ډېر وي؛ دښمني ډېرېږي او د خبرو د اړخونو تر منځ واټن ډېریږي.

طالبانو له دې مخکې ویلي وه، چې په افغانستان کې د نظام د بڼې پر سر له هوکړې مخکې اوربند ناشونی دی.

Trending

Exit mobile version