سیمه ییز خبرونه
د سولې شورا د پخوانې مشر برهان الدين رباني د وژل كيدو دوه يم تلين ونمانځل شو
د جكعې په ورځ(د وږي۲۹) د لويې جرگې په خيمه كې د سولې د شورا د پخواني رييس د وژل كيدو دوه يم تلين د افغان ولسمشر حامد كرزي، د كابينې د يو شمېر غړيو، د ملي شورا د غړيو، د يو شمېر سياسي او جهادي شخصيتونو په شتون كې ونمانځل شو.
افغان ولسمشر حامد كرزى وايي، استاد رباني د هېواد يو سوله غوښتونكى شخصيت و او ټينگار كوي، چې د افغانستان خلك به د سولې بهير روان وساتي.
د جهادي شخصيتونو د كړه ييزو وژنو او په ځانگړي توگه د استاد ربانې د ترور پېښه هغه پېښې دي، چې تر اوسه يې عاملين نه دي نيول شوي.
د استاد رباني زوى او د سولې شورا رييس صلاح الدين رباني يو ځل بيا له دولت څخه وغوښتل، چې د دغو وژنو عاملين د قانون منگولو ته وسپاري.
برهان الدين رباني دوه كاله وړاندې د يو داسې چا له خوا، چې د وسلوالو طالبانو له خوا يې د سولې پيغام راوړى و، په خپل كور كې ووژل شو.
جهادي مشر عبدالرب رسول سياف دغه پېښه د شريعت له نظره غندي او د اسلام خلاف كار يې بولي.
په داسې حال كې، چې د سولې د عالي شورا پخوانې رييس د وسلوالو طالبانو له خوا د سولې د پيغام راونكي له خوا وژل شوى؛ خو افغان دولت اوس هم هڅه كوي، چې طالبان له افغان دولت سره سولې ته وهڅوي.