سیمه ییز خبرونه
د سولې عالى شورا په منځگړيتوب دې د سولې خبرې تر سره شي
د ولسمشر دوه يم مرستيال په افغانستان كې له مرسته كوونكيو هېوادونو وغوښتل، چې د سولې شورا له لارې خپلې هرډول خبرې سرته ورسوي.
د ولسمشر دوه يم مرستيال محمد كريم خليلي ټينگار وكړ، چې:
د تېرو لس كلونو د لاسته راوړنو ساتنه د سولې د خبرو مهم شرط دى او د سولې عالي شورا هم بايد خپل پروگرامونه په بشپړ رڼښت تر سره كړي.
كه څه هم افغان دولت ورځ تر بلې د سولې د خبرو په اړه خپل دريځ جدي كوي، خو د ولسمشر دوه يم مرستيال وايي، چې:
د سولې هر ډول خبرې بايد د سولې د عالي شورا له خوا تر سره شي.
د ولسمشر دوهم مرستيال د سولې له عالي شورا هم غواړي، چې د سولې په باب هيڅ ډول پټې خبرې تر سره نه كړي.
نوموړى همدا راز وايي، چې:
د يو لوى خوزښت په تر سره كولو غواړم، چې په راتلونكيو ولسمشريزو ټاكنو كې لوى رول ولرم.
د افغان دولت دغه لوړ پوړي چارواكي په داسې حال كې له ۲۰۱۴ م كال ورسته د ولسمشر حامد كرزي له خوا په سوله ييز ډول د قدرت پر ليږد ټينگار وكړ.
د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې د دولت حاكمه ډله د قدرت د دوام پرهڅو تورنه شوې وه.