سیمه ییز خبرونه

د سولې عالي شورا د ولسمشر حامد كرزى له پټو خبرو بې خبري وښوده

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په داسې حال كې، چې افغان دولت له وسلوالو مخالفينو سره د سولې د خبرو د همغږۍ او موثريت  لپاره د سولې عالي شورا جوړه كړې؛ خو اوس لويديځو رسنيو د وسلوالو طالبانو او افغان ولسمشر له پټو خبرو پرده پورته كړې ده.

د افغانستان د سولې عالي شورا د نړيوالو اړيكو مسوول اسماعيل قاسميار پر دغو خبرو بې خبري وښوده.

د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې يوازې د افغانانو په رهبرۍ په دغه هېواد كې د سولې هڅې بريالۍ كيداى شي.

د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ويانده جنيفر ساكي وايي:

افغان ولسمشر حامد كرزي او بارك اوباما په خپلو كې ټينگار كړى، چې د افغانانو په رهبرۍ د سولې د بريا امكان زيات دى.

كارپوه سردار محمد رحيمي په دې باور دي، چې په افغانستان كې د سولې روانې هڅې له ناكامۍ سره مخ شوي او افغان ولسمشر حامد كرزى هڅې كوي، چې له وسلوالو طالبانو سره د خبرو له لارې پر راتلونكيو ټاكنو سيورى وغوړوي.

ويل كيږي له وسلوالو طالبانو سره د افغان ولسمشر له پټو خبرو وروسته د كابل واشنگتن اړيكي لاپسې سړې شوې دي.

ځينې په دې باور دي، چې افغان ولسمشر له وسلوالو طالبانو سره له خبرو وروسته پر امريكا تندې نيوكې پيل كړې دي.

Trending

Exit mobile version