سیمه ییز خبرونه
د سولې عالي شورا د پاكستان د لومړي وزير ورستيو ژمنو ته هيله نه لري
د سولې د عالي شورا چارواكي وايي، چې د پاكستان پخوانيو ژمنو ته په كتو بايد د پاكستان لومړي وزير له نويو ژمنو سره هم په احتياط عمل وشي.
د پاكستان لومړي وزير كابل ته د خپل سفر پر مهال د پخوا په شان بيا ژمنه وكړه، چې هېواد به يې د افغانستان د سولې له بهير سره همكاري وكړي.
نوموړي له افغان ولسمشر سره د كتنې پر مهال ژمنه وكړه، چې هېواد به يې د افغانستان د سولې له بهير څخه ملاتړ وكړي.
دا چې دغه ډول ژمنه څه نوې خبره نه ده نو د افغانستان د سولې عالي شورا په ډېر احتياط سره دغو ژمنو ته هركلى وايي.
د سولې د عالي شورا غړى اسماعيل قاسمیار وايي:
د پاكستان استخباراتي شبكه اوس په دې خبره پوهه شوې، چې د افغانستان سوله د پاكستان په ګټه ده.
د طالبانو د جيش المسلمين د ډلې پخوانې مشر سيد اكبر اغا كابل ته د نواز شريف د سفر هركلى کوي او وايي، چې دا سفر به د سولې بهير ته ګټور ووسي، نوموړې په دې باور دى، چې يوازې افغانستان نه بلكې پاكستان هم سولې ته اړتيا لري.
خو سياسي كارپوه مير احمد جوينده بيا په دې باور دی، چې كابل ته د پاكستان د لومړي وزير سفر له امريكا سره د امنيتي تړون د ځنډولو په موخه تر سره شوى دى.
افغان ولسمشر د مشورتي لويې جرګې د پرانيستو په وېنا كې ويلي وو، چې په افغانستان كې سوله لومړې د امريكا او بيا د پاكستان په لاس كه ده.
د سولې عالي شورا غړی اسماعيل قاسمیار همدارنګه وايي، چې له امريكا سره د افغانستان د امنيتي تړون له لاسليكېدو وروسته به امريكا پر پاكستان فشارونه زيات كړي تر څو د وسله والو طالبانو مشران د سولې خبرو ته چمتو كړي.
افغان ولسمشر د افغانستان سولې له بهير سره د پاكستان د همكارۍ د جلبولو په موخه شاوخوا شل ځلې دغه هېواد سفرونه كړي دي.
د دغه سفرونو بل خوا د دواړو هېوادونو چارواكو په كراتو د بريتانيا سره د درې اړخيزو غوڼدو پر مهال هم په همدې باب خبرې كړي دي، خو تر اوسه اسلام اباد په خپلو ژمنو عمل نه دى كړى.