سیمه ییز خبرونه

د سولې عالي شورا: عربستان كولاى شي طالبان د سولې خبرو ته حاضر كړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

افغان چارواكي دا ځل غواړي د جګړو د پاى ته رسولو لپاره د طالبانو يوه بل متحد ته مخ واړوي. افغانستان غواړي، چې د سعودي عربستان په همكارۍ د افغانستان د جګړې د پاى ته رسولو لپاره د نړۍ د عالمانو عمومي فتوا تر لاسه كړي.

د سولې عالي د شورا د نړيوالو اړيكو سلاكار محمد اسماعيل قاسم يار وايي، د دې شورا پنځه كسيز پلاوى سعودي عربستان ته تللى، چې د رياض له چارواكو سره د افغانستان د جګړې په باب د اسلامي نړۍ د يوې نړيوالې ناستې په تړاو ور سره سلا مشورې وكړي.

افغانستان سولې ته د رسېدو لپاره په وروستيو كلونو كې هڅه كړې، چې پاكستان همكاري ته را وبولي، خو دې هېواد تر اوسه داسې كوم ښكارنده اقدام نه دى كړى، چې له مخې يي د افغانستان جګړه پاى ومومي.

اوس افغانستان سعودي عربستان ته پام ور اړولى كوم هېواد، چې د طالبانو پخوانى متحد دى.

كابل له رياض څخه غواړي، چې د اسلامي نړۍ د عالمانو په شتون كې د افغانستان د جګړې د پاى ته رسولو لپاره يوه نړيواله ناسته جوړه كړي، څو دې ناسته كې د جګړې پر خلاف يوه فتوا صادره شي.

عربستان يو له هغو درېيو هېوادونو څخه و، چې د طالبانو واكمني يي په رسميت وپېژندله.

د سولې عالي شورا باوري ده، چې عربستان كولاى شي، طالبان د سولې خبرو ته حاضر كړي.

بل خوا د سولې د پروسې عملي پېل د كابل او واشنګټن تر منځ د امنيتي سند د لاسليك لپاره د افغان ولسمشر يو مهم شرط دى، خو داسې نه ښكاري، چې دا پروسه دې د امنيتي سند له لاسليك كولو مخكې پيل شي.

اوس پوښتنه دلته ده، چې د اسلامي نړۍ د عالمانو په فتوا سره به د افغانستان جګړه پاى ته ورسېږي او آيا د افغانستان جګړه ديني او مذهبي ريښې لري؟

سوله د افغانانو پخوانۍ غوښتنه ده، خو څوك كولاى شي سوله ژر افغانستان كې ټينګه كړي، امريكا، پاكستان او يا هم سعودي عربستان؟ آيا سوله به ژر ټينګه شي، او آيا د افغانستان وروستۍ هڅې به، چې غواړي د سولې پروسه كې د عربستان همكاري جلب كړي، پايله وركړي؟

Trending

Exit mobile version