سیمه ییز خبرونه
د سولې عالي شورا له طالبانو سره د دوهم ځل ناستې لپاره چمتوالی نيسي
د سولې عالي شورا وايي، د وسله والو طالبانو له ځينو مشرانو سره د خبرو دوهم پړاو ته چمتوالى نيسي. شاوخوا يوه مياشت مخكې د سولې د عالي شورا يوه پلاوي د طالبانو له ځينو پخوانيو او اوسنيو مشرانو سره دوبۍ كې كتلي و، خو د سولې عالي شورا وايي، د نوې ناستې ځاى او وخت تر اوسه نه دى ټاكل شوى.
د سولي د عالي شورا د بهرنيو اړيكو سلاكار محمد اسماعيل قاسميار وايي، د وسله والو طالبانو له ځينو مشرانو سره د خبرو دوهم پړاو ته چمتوالى نيسي.
د نوموړي په وېنا، د همدې مقصد لپاره به د دواړو لورو په ګډون يو كميسيون جوړ شي.
د دې ناستې د ځاى او ڼېټې په باب تر اوسه لا پرېكړه نه ده شوې.
خو د سیاسي چارو کارپوهان بشير بېژن او لیاقت علي اميني د هېواد روانو حالاتو ته په كتو دا ډول ناستې بې ګټې بولي، او وايي، د افغان حكومت مشرتابه نه غواړي، چي په هېواد كې سوله راشي.
دوی وايي، څو پورې، چې د نړيوالې ټولنې له خوا پر پاكستان فشار رانوړل شي، دا ډول ناستې به كومه ګټه ونه كړي.
شاوخوا يوه مياشت مخكې د سولې د عالي شورا يوه پلاوي په دوبۍ كې د آغاجان معتصم په مشرۍ له ځينو طالب مشرانو سره خبرې كړې وې، خو طالبانو په يوې اعلاميه كې څرګنده كړه، چې د دې ناستې برخه وال د طالبانو استازيتوب نه شي كولاى.
د ۲۰۰۹ كال په ولسمشريزو ټاكنو كې د دوهم ځل لپاره د ښاغلي كرزي تر بريالي كېدو وروسته له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې د حكومت په لومړيتوبونو كې راغلې، خو لا هم تر اوسه دې برخه كې د پام وړ پرمختګ نه دى شوى.