سیمه ییز خبرونه
د سولې عالي شورا له طالبانو سره مهمه غونډه تر سره کړې ده
د افغانستان د سولې د عالي شورا مسئولين وايي، چې په دوبۍ كې يې له طالبانو سره تر ټولو مهمه غونډه كړې ده. د سولې د عالي شورا د دارالانشا مسئولين همدارنګه وايي، چې تر دې وړاندې هم دوى د وسله والو طالبانو له بېلا بېلو رهبرانو سره انفرادي غونډې درلودې، خو د هغوى د نوم له ښودلو ډه ډه كوي.
د سولې د عالي شورا د دارلانشا رئيس معصوم ستانكزي له اريانا ټلويزيون سره په خبرو كې ووېل، چې دوى په دوبۍ كې د لومړي ځل لپاره د وسله والو طالبانو له غړو سره خبرې كړې دي.
نوموړي د دغو خبرو د بحث د ټكو او پايلو په باب څه نه وايي، خو زياتوي چې تر دې وړاندې دوى د وسله والو طالبانو له مهمو غړو سره انفرادي غونډې درلودې.
د ښاغلي ستانكزي په وېنا د سولې د خبرو د پرمختګ لپاره د نظام غښتلتيا مهمه ده او كه نظام كمزورى وي، نو هېڅ ډول خبرې به مثبتې پايلې ونلري.
د سولې د عالي شورا د دغه مسئول په باور د سولې د خبرو د ګډوډولو لپاره هم بېلا بېلې كړۍ هڅې كوي، خو زياتوي، چې د سولې په برخه كې د ګاونډيو هېوادونو رول مهم ثابتېداى شي.