تازه خبرونه
د سولې عالي شورا له يو شمېر طالب مشرانو سره بيا د سولې خبرې كوي
څو مياشتې مخكې هم د سولې عالي شورا او طالب استازيو تر منځ په دوبۍ كې يوه ناسته جوړه شوې وه؛ خو دا ځل د سولې عالي شورا هيله منه ده، چې جوړويدونكې ناسته به مثبتې پايلې ولري.
د سولې عالي شورا د عامه پوهاوي د كميټې رييس قاضي محمد امين وقاد وايي، په نږدې راتلونكې كې به په عربي متحده اماراتو كې د طالبانو له جگپوړو چارواكو سره يوه ناسته ولري.
پخوانى طالب او د جیش المسلمین مشر سید محمد اکبر آغا وايي، چې اوس د طالبانو او حكومت تر منځ د سولې خبرو ته ښه زمينه برابره ده.
دى زياتوي، چې نه شي ويلاى دا ډول ناستې به نتيجه وركړي او كنه؟
د ۱۳۸۸ل كال په ولسمشريزو ټاكنو كې وروسته له دې، چې حامد كرزي د دوه يم ځل لپاره د ولسمشر په توگه خپله دنده پيل كړه، ور سره جوخت له وسلوالو طالبانو سره د سولې هڅو هم زور واخيست؛ خو تر اوسه دې هڅو كومه نتيجه نه ده وركړې.
دا په داسې حال كې ده، چې د بن د ناستې مخكښ عبدالستار سيرت هم څو ورځې وړاندې د سولې جبهې د جوړولو هڅې پيل كړې.