سیمه ییز خبرونه
د سولې عالي شورا نه شي کولی، چې وسله وال طالبان د خبرو میز ته کینوي
د ننگرهاروالي گل اغا شېرزي له اریانا تلویزون سره د یوې ځانگړې مرکې پرمهال وویل، چې:
د سولې عالي شورا په اډانه کې د روغې جوړې اوسنۍ هڅې نمایشي دي او دوی به ونه توانیږي، چې وسله وال مخالیفین د خبرو میزته کينوي.
نوموړى د دې کارعلت په یاده شورا کې د لوړ پوړيو دولتي چارواکو گمارنه بولي او د یوې بلې بې پرې جرگه گۍ د جوړولو وړاند یزکوي.
والي گل اغا شېرزی په افغانستان کې د اوسنیو ټولو ستونزو د حل لپاره له دغه هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینگارکوي او وايي، چې:
نړیواله ټولنه دې له افغانانو سره خپلې مالي مرستې جارې وساتي، خو واکمني دې افغانانو ته پریږدي.
شېرزی د راتلونکيو ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کیدو هم ټنگار وكړاو له ولسمشرحامد كرزي او جهادي مشرانو څخه غوښتنه کوي، چې د رڼو ټاکنو لپاره دې زمینه برابره کړي.
نوموړی وايي:
که ولس وغواړي، دی به هم د ټاکنو میدان ته ورودانگي.
والي گل اغا شېرزي څرگنده كړه، چې:
د ټاکنو د نېټې له اعلان سره سم یوشمېرکړۍ او ځينې اشخاص زما او د ځینو نورو ملي شخصیتونو د شخصیت وژنې هڅې کوي.
د نوموړي په وینا:
موږ به هيڅكله د دغو توطیو ښکار نه شو او د ټولو گواښونو په وړاندې به د خپل هېواد د پرمختگ لپاره مبارزه كوو.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې یوې امریکايي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال او د پارلمان یو شمېراستازيو ننگرهار والي شېرزی په پراخه اداري فساد کې ښکېل بللی و.