سیمه ییز خبرونه
د سولې عالي شورا پلاوي د معتصم آغا جان په مشرۍ له شپاړسو طالبانو سره غونډه وكړه
< ![endif]–>
د افغانستان د سولې عالي شورا په دوبۍ كې د افغانستان د روانې جګړې د پاى ته رسولو لپاره د معتصم آغا جان په مشرۍ له شپاړسو طالبانو سره غونډه وكړه. د راپورونو له مخې، د طالبانو پنځه قومندانان، چې اوس مهال له افغان ځواكونو سره جګړه كې دي، هم د سولې له عالي شورا سره خبرو كې حاضر و.
له طالبانو سره د خبرو اترو نوى فصل، يوه طالب چارواكي، چې د نوم د نه ښودو په شرط يي خبرې كولې، په دوبۍ كې د سولې له عالي شورا سره د خبرو د پېل خبر وركړ.
په دې خبرو كې، چې دوبۍ كې تر سره شوي، وېل كېږي د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئيس معصوم ستانكزي د طالبانو له ۱۶ پخوانيو غړو او پوځي قومندانانو سره د سولې د ټينګښت پر څرنګوالي خبرې كړې دي.
په كابل كې د سولې عالي شورا له طالبانو سره د خبرو په باب بې خبري ښيي، خو ايا كېداى شي، چې دا هڅې طالبان د يوه نوي سياسي حركت پر لور وخوځوي، كه څرنګه، لا تر اوسه نه ده روښانه.
په پېښور كې د طالبانو د يوه مهم غړي ملا عبدالرقیب د وژل كېدو پېښه ښيي، چې لا هم داسې شبكې شته، چې په ټول قوت سره غواړي د سولې بهير له ننګونو سره مخامخ شي.
دولت په تېرو دوو كلونو كې تل هڅه كړې، چې طالبان د خبرو ميز ته حاضر كړي، خو تل دا هڅې بې پايلې پاتې شوې دي.
اوس، چې د اوسني نظام كاري دوره هم ختمېدونكې ده او ټاكنو ته هم د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي، د حكومت نوې هڅې د څه ښودنه كوي، او آيا طالبان به له حکومت سره کومې مثبتې پاېلې ته ورسېږي؟
طالب وياند ذبیح الله مجاهد د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دوبۍ خبرې رد كړې او ويلي يي دي، آغاجان معتصم نه شي كولاى، چې د طالبانو استازيتوب وكړي.