تازه خبرونه

د سولې له خبرو سره همهاله په بېلابېلو ولایتونو کې تاوتریخوالی ډېر شوی

Published

on

(Last Updated On: وږی ۳۱, ۱۳۹۹)

امنیتي چارواکو ویلي؛ په تېرو ۱۰ ورځو کې امنیتي ځواکونو او طالبانو  په ۱۴ ولایتونو او ۳۳ ولسوالیو کې جګړه ډېره شوې او دواړو لوریو ته درنده مرګ و ژوبله اوښتې ده.

په افغانستان کې له نږدې دوه لسیزو خونړیو سختو جګړو وروسته امریکا، افغان حکومت او طالبانو د سیاسي حل لارې د موندلو په موخه ګډې هڅې پیل کړې؛ خو ورسره جګړه اوس هم خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړوي.

د معلوماتو له مخې؛ د سولې خپلمنځي خبرو له پیله تراوسه د هېواد په ۳۳ ولسوالیو او ۱۴ ولایتونوکې جګړه روانه ده، چې په  کې ۴۰۱ طالب وسلوال وژول شوي او ۱۱۳ نور ټپیان دي. همدارنګه ۸۱ امنیتي ځواکونه وژل شوي  او ۱۲۶ نور ټپیان دي.

دغه راز، د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر څنګ عام وکړي د ښځو او ماشومانو په ګډون هم زیانمن شوي دي.

دغه څرګندونې ښیي؛ د سولې له خپلمنځي خبرو یوه ورځ مخکې د امنیتي ځواکونو په هوایي برید کې د ۶ ماشومانو په ګډون ۲۴ ملکي وګړي وژل شوي دي. که څه هم ملي اردو دغه ادعاوې ردوي.

د دغو څرګندونو له مخې؛ له تېرو ۲۴ ګړیو راپدیخوا د روزګان ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې طالبانو ۲۵ پولیس وژلي، ۱۹ نور پوځیان د میدان وردګ په اوږدې نښته کې، ۱۵ پولیس د د کندهار په معروف ولسوالۍ کې پر پوستې له چاودنې وژل شوي، ۶ پولیس د کاپیسا ولایت په تګاب کې، ۹ په کندوز کې وژل شوي او نږدې ۴۰ نور سرتېري ژوندي نیول شوي دي.   

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د جګړې له ټولو ښکېلو لوریو بیا د تاوتریخوالي کمول غوښتي دي.

هغه ویلي؛ په تېرو څو ورځو کې تاوتریخوالی په څرګند ډول ډېر شوی دی. دغه نښتې د خپګان وړ دي؛ ځکه د ګڼو ملکي خلکو په ګډون، د افغانانو ژوند اخلي.

خلک هم په هېواد کې د جګړې درول غواړي.

طالب ویاند نعیم وردګ ویلي، چې د تاوتریخوالي پر کمښت پرېکړه به په بین الافغاني خبرو کې رامنځته شي.

نږدې لس ورځې مخکې په دوحه کې د سولې خبرې پیل شوې او له هغه راپدیخوا تراوسه دواړه لوري د خبرو د اجندا، چوکات او اصولو پر سر هوکړې ته ندي رسیدلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د سپتمبر ۲۱ ، چې د وږي له ۳۱ سره برابره ده د سولې نړیواله ورځ او په ټوله نړۍ کې یې د څلیریشت ګړیو لپاره عدم تشدد او اوربند اعلان کړی دی.

Trending

Exit mobile version