تازه خبرونه

د سولې له هوکړې پرته به طالبان ګټور ونډوال نه وي –یوناما

Published

on

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ویلي، چې د سولې په خبرو کې له پرمختګ او د بشري حقونو د سرغړونو له مخنیوي پرته به طالبان ګټور ملګري او ونډوال نه وي.

د سپوتنیک د څرګندونو له مخې؛ د چارشنبې پر ورځ د زمري ۶ د جولای ۲۸ د افغانستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د څارنې او همغږۍ ګډ بورډ ناستې ته د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډیبرا لاینز ویلي، چې د سولې خبرې باید د افغانستان د پراخې ستونزې د حل لپاره رښتینې او ډاډمنې پیل شي.

ملګرو ملتونو ویلي، چې د څارنې او همغږۍ بورډ د ځانګړې ناستې موخه د نړیوالو مرستندویانو لپاره په افغانستان کې د روان بحران پېژندنه او د دې بحران د مدیریت لپاره د افغان حکومت پر ستراتیژیک لیدلوري ډاډمن کېدل؛ نومولې. لاینز په ګوته کړې، چې د افغانستان د مسلې یوازنی حل پر ډاډمنو خبرو د سولې رښتیني چټک بهیر دی.

نوموړې څرګنده کړې، چې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي او جګړو زیاتوالي دوی تر مسوولیت لاندې راوستي؛ ځکه، چې نړۍ د طالبانو هڅې له نږدې څاري.

هغې ویلي: نړیوال مرستندویان پر ښځو ظلم، د لږکیو پر وړاندې تبعیض، د نجونو د زدکړو نه منل او د یو مستبد حکومت له حکمونو ملاتړ نکوي.

ډیبرا لاینز په دې ناسته کې ویلي، چې ۱۸ میلیون افغانان بشري مرستو ته سخته اړتیا لري او اړتیاوو ته یې باید لومړیتوب ورکړ شي.

دې ټولنې له حکومت او نړیوالو ملاتړ کوونکیو هم غوښتي، چې د دې خلکو د اړتیاوو پوره کولو ته پوه پاملرنه وکړي.

هغې زیاته کړې: ملګري ملتونه د یو بې پرې بنسټ په توګه غواړي د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی او له دې هېواد سره خپلې بشردوستانه مرستې روانې ساتي.

هغې ویلي، چې دغه ناسته په خورا بحراني حالت کې د بنسټیزو لاسته راوړنو د ساتنې لپاره ترسره شوې ده.

Trending

Exit mobile version