تازه خبرونه

د سولې مشورتي لویې جرګې ۱۷ غړي پر کرونا اخته دي- روغتیا وزارت

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۸, ۱۳۹۹)

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شنبې پر ورځ تائید کړه، چې د لویې جرګې ۱۷ غړي پر کرونا اخته شوي دي.

د چارواکو د څرګندونو له مخې، پر کرونا ویروس اخته استازیو ته په تالار کې د ناستې اجازه نده ورکړ شوې. 

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال نورالله طارقي ویلي؛ د سولې مشورتي لویې جرګې دا غړي، چې پر کرونا اخته دي په کابل کې د درملنې یو مرکز ته د درملنې لپاره لیږدول شوي دي.          

د جمعې پر ورځ د مشورتي لویې جرګې د استازیو لخوا روغتیايي سپارښتونو ته پر نه پاملرنه نسوکې وشوې، چې د ډېرو پام یې ځانته راواړوه.

دا هم پوره ښکاره وه، چې یو شمېر استازیو ماسکونه لرل؛ په تالار کې ټولنیز واټن ته پاملرنه؛ ځکه نه وه، چې ۳۲۰۰ استازي اوږه پر اوږه ناست ول.

تېره اوونۍ د روغتیا وزارت لخوا په خپور شوي راپور کې راغلي وه، چې تر دې دمه ۱۰ میلیون افغانان پر کورونا ویروس اخته شوي، چې د هېواد روغتیايي سیستم او اقتصاد یې اغېزمن کړی دی.

را غوښتل شوې مشورتي جرګه به د ۴۰۰ طالب بندیانو برخلیک او په افغانستان کې دننه د افغانانو خبرو اترو ته لار اواره کړي.

د قوم او ټولنې د مشرانو او سیاستوالو د ۳۲۰۰ کسیزې مشورتي جرګې مشري د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله کوي.

د یادونې ده، د سولې مشورتي لویې جرګې مشر عبدالله عبدالله وایي؛ د خپلمنځي خبرو د پیل لپاره به سبا ته د ۴۰۰ طالب بندیانو د آزادولو په اړه وروستۍ پرېکړه کیږي

Trending

Exit mobile version