سیمه ییز خبرونه
د سولې پر بهيرد بحث په موخه جهادي رهبران او سياسي شخصيتونه ارگ ته غوښتل شوي ول
افغان ولسمشر حامد كرزي جهادي رهبران او سياسي شخصيتونه د سولې په اړه د بحث په موخه ارگ ته وربللي ول.
ويل كيږي، چې خبرو ته د چمتو كولو په موخه د قطرد دفتر جوړيدل د دې ناستې مهم ټكى و.
ولسمشر په دې ناسته كې ټينگار كړى:
هغه كسان، چې د طالبانو په استازيتوب په قطر كې گډون كوي بايد د طالبانو تصديق ولري .
له وسله والو طالبانو سره د سولې بهيرد هرې ورځې په تېريدو نوى رنگ اخلي. په داسې حال كې، چې تراوسه طالبان په رسمي توگه مذاكرې ته نه دي حاضرشوي؛ په قطر كې د طالبانو لپاره د دفتر د جوړيدو چارې ظاهرا پرمخ روانې دي.
په همدې وخت كې د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا ځانگړى استازى پاكستان ته تللى، چې د سولې خبرو ته د طالبانو په حاضرولو كې ددغه هېواد همكاري خپله كړي.
ولسمشر حامد كرزي د چار شنبې په ورځ( د سلواغې۴) په ارگ كې له جهادي رهبرانو او سياسي شخصيتونو سره مشورتي غونډه كړې وه.
د دې غونډې موخه په قطر كې د طالبانو لپاره د دفتر د جوړيدو او له طالبانو سره د خبرو په اړه بحث ښودل شوى دى.
ولسمشر كرزي په دې غونډه كې ټينگاركړى:
هغه كسان، چې په قطر كې د طالبانو په استازيتوب گډون كوي بايد د طالبانو رښتيني استازي وي .
د افغانستان د سولې عالي شورا د نړيوالو اړيكو سلاكار محمد اسماعيل قاسميار دا مشورتي ناسته اغېزمنه گڼلې ده .
دغه راز د سولې شورا په افغانستان د سولې له بهير سره د پاكستان د همكارۍ په اړه د امريكا رول ارزښتناك گڼلى دى.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ويلي هغه وخت به په قطر كې د طالبانو لپاره دفتر پرانيستل شي، چې د دغې ډلې رسمي رهبران له افغان حكومت سره خبرو ته حاضر شي .