تازه خبرونه

د سولې په برخه د عملي ګامونو اخستو وخت رارسېدلی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دې وخت را رسیدلی چې پاکستان د افغانستان د سولې په بهیر کې عملي ګامونه واخلي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، د تېر په پرتله په دې برخه کې د پاکستان نوې ژمنې متفاوتې دي او هیله ده چې ژر عملي ګامونه واخیستل شي.

بلخوا چین ویلي چې د افغانستان د سولې پروسې د عملي کېدو لپاره د پاکستان تر څنګ دریږي.

د افغانستان د سولې د پروسې په اړه څه موده وړاندې ډیرې خبرې وشوې، د پاکستان حکومت ویلي و چې د وسلوالو طالبانو او کابل تر منځ عملي خبرې به په مارچ میاشت کې پیل شي، خو اوس چې د اپریل میاشت پای ته رسېدونکې ده، دغه بهیر لا هم نه دی پیل شوی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایی، اوس د دې وخت را رسیدلی چې پاکستان خپلې خبرې عملي کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندشکیب مستغني:

په ترسره شویو خبرو کې ټولې ژمې د پخوا په پرتله توپیر لاري، نو له همدې امله ده چې په هغو خوشبینیو سره چې رامنځ ته شوي، دا هیله مندي شته چې ووایو اوس د عملي ګامونو وخت رارسیدلی دی.              

نوموړی همدا راز په سیمه کې د ترهګرو ډلو شتون د ټولو هېوادونو د اندیښنې وړ مساله بولي او په دې برخه کې پر ګډې مبارزې ټینګار لري.

د چین ولسمشر همپاکستان ته په خپل وروستي سفر کې ویلي چې د سولې خبرو ته د افغان حکومت د وسلوالو مخالفینو د حاضرولو لپاره د پاکستان په خوا کې دریږي.

خبریال: حمید صدیقي

Trending

Exit mobile version