تازه خبرونه

د سولې په بهیر کې بیړه باید د افغانانو ګټې زیانمنې نکړي – معصوم ستانکزی

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۷, ۱۳۹۹)

د افغانستان د جمهوریت پلوي پلاوي مشر معصوم ستانکزي د جمعې پر ورځ( د سلواغې ۱۷) څرګنده کړې، چې د سولې په بهیر کې بیړه باید د افغانانو ګټې زیانمنې نکړي.

معصوم ستانکزي د هېواد د ۳۴ ولایتونو له ټولنیزو او مدني ټولنو له مخکښانو استازیو سره په انلاین ناسته کې د افغانستان د سولې پر بهیر د خبرو پر مهال ویلي؛ د سولې پر بهیر ملي، سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځته شوې او ملي بنسټونه هم باید دې بهیر ته پیاوړي شي.

ستانکزی څرګنده کړې: د سولې بهیر باید ګړندی شي؛ خو په ګړنديتوب بیړه باید د افغانانو ګټې له خطر سره مخ نه کړي.

دغه راز د ۳۴ ولایتونو استازیو هم په دوحه کې د خبرو اترو د ډلې غړیو ته خپلې غوښتنې او پوښتنې وړاندې کړې.

د دغې ناستې ولایتي ګډونوالو وړاندیزونه، چې د تاوتریخوالي پر ډېریدو، د سولې په پروسه کې د خنډ لاملونو، د خبرو اترو له میز څخه د طالبانو لرې کېدو، د خلکو په ځانګړي توګه د ښځو حقونو د ساتنې او په ټولو برخو کې د تېرو کلونو پرلاسته راوړنو راوڅرخېدل.

معصوم ستانکزي ګډونوالو ته څرګنده کړه، چې په دې لیدنه کې د راپورته شویو غوړښتنو او پوښتنو کچه ښیي، چې د افغانستان خلک د سولې له بهیر سره له مسوولیته ډک چلند کوي او د بهیر ټول اړخونه ورته د  پاملرنې وړ دي.

ستانکزي زیاته کړې: د خبرو اترو دواړه خواوې باید افغانانو ته ځواب ویونکې وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سولې د خپلمنځي خبرو حکومتي او طالب دلو په تېرو ۱۹ ورځو کې رسمي ناسته نده کړې.

Trending

Exit mobile version