سیمه ییز خبرونه

د سولې په خبرو کې باید د ښځو حقونه تر پښو لاندې نه شي- ملگري ملتونه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ملگري ملتونه وایي، د سولې په خبرو کې باید بشري حقونه په ځانگړي توگه د ښځو حقونه تر پښو لاندې نه شي.

د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړی استازی نیکولاس هایسم وایي:

ملگرو ملتونو د سولې په بهیر کې د آسانتیاوو د را منځته کوونکي رول لوبولی، مونږ ټینگار کوو، چې په دغو خبرو اترو کې باید د بشري حقونو مسایل په ځانگړې توگه د ښځو حقونه تر اغېز لاندې را نه شي.

د سولې عالي شورا غړی محمد امین وقاد له ملگرو ملتونو غواړي، چې د سولې په بهیر کې د منځگړي رول ولوبوي، چې هڅې روانې شي.

نوموړی زیاتوي، هیله لرو، چې یوه ورځ وکړای شو له طالبانو سره له یوه رسمي او اصلي ادرسه خبرې وکړو.

د بشرحقونو خپلواک کمیسیون رییسه سیما سمر د تړلو دروازو تر شا د سولې د خبرو په پیل اندېښنه لري او د ولسمشر په وروستي سفر د نیوکې په ترڅ کې وایي:

کوم سفر، چې ولسمشر ابوظبي ته د سولې د خبرو لپاره درلود، په کې د ښځو یوه استازې هم نه وه. سوله او د سولې بهیر به هغه مهال نتیجه ورکړي، چې د افغانستان خلک په دې پرېکړو کې ونډه ولري او یو ځواب ویونکی حکومت ولري.

د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش وایي، کله به هم په افغانستان کې عدالت د سولې قرباني نه شي او د افرادو او اشخاصو په حقونو به کله هم معامله ونه شي.

ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ عربي متحده اماراتو ته ولاړ. له نوموړي سره په دې سفر کې د سولې د دارالانشا رییس معصوم ستانکزی هم ملگری و او ویل کیږي، چې له طالبانو سره مقدماتي خبرې شوي دي.

Trending

Exit mobile version