تازه خبرونه
د سولې په خبرو کې د بنسټ پالو ډلو له پامه غورځول گټه نه لري- خواجه آصف
د پاکستان دفاع وزیر خبرداری ورکوي، چېله طالبانو سره به د افغان حکومت د سولې خبرې تر هغې بریالۍ نه وي، چې د کویټې د شورا تر څنگ حقاني شبکه هم په دغه بهیر کې را نه شي.
دی ټینگار کوي، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ اړیکې ټینگې شوي او هېواد یې چمتو دی، چې په دې اړه جدي همکاري وکړي.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف وایي:
اسلام آباد د حقاني شبکې د له منځه وړلو په هڅه کې دی، خو د سولې په خبرو کې د بنسټ پالو ډلو له پامه غورځول گټه نه لري.
له کلونو کلونو را په دې خوا دغه وسلوال د افغان دولت خلاف جگړه کوي، خو د نوموړي په وینا؛ افغان حکومت له طالب مشرانو سره اړیکې نیولي دي.
د پاکستان دفاع وزیر ټینگار کوي، چې اسلام آباد د حقاني شبکې نابودي ته چمتو دی.
دی زیاتوي، چې پاکستان تر خپلې وسې هڅه کړې، چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي ده.
سیاسي کارپوه سید مسعود وایي:
د افغانستان د دولت هره سیاسي تېروتنه به د دې سبب شي، چې د ۱۴ کلونو لاسته راوړنې کندې ته ولویږي.
پاکستان هڅه کوي، چې د سولې له پروسې امتیازات تر لاسه کړي او پاکستان حاضر هم نه دی، چې افغانستان کې د اور لمبې مړې شي.
د راپورونو له مخې، ښایي د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې په کابل، اسلام آباد او یا دوبۍ کې ډېر ژر پیل شي؛ خو ویل کیږي، چې په دې اړه اصلي پرېکړه د پاکستان د استخباراتي ادارې د رییس له خوا کیږي.
خبریال: فواد ناصري.