تازه خبرونه

د سولې په خبرو کې د طالبانو دریځ تل ناڅرګند پاتې دی ـ عبدالله عبدالله

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۳, ۱۴۰۰)

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي، چې طالبان غواړي یو اسلامي نظام رامنځته کړي؛ خو معنا او دریځ یې په دې اړه تل ناڅرګند پاتې دې.

نوموړي په دې اړه ویلي: هغوی روښانه دريځ نلري او وايي، چې مونږ اسلامي نظام غواړو؛ خو دا تشریح کولی نشي، چې دا څه معنا لري. مشران څنګه ټاکل شوي یا ټاکل کیږيي؟ دوی اسلامي شورا غواړي. آیا دا اختیاري ده؟ که داسې وي؛ نو په کوم بنسټ؟ دوی په دې اړه هیڅ ندي وړاندې کړي.

عبدالله دا هم ویلي، چې د طالبانو بېلابېلې ډلې ورسره په اړیکه کې دي؛ ځینې وختونه ورته لیکونه رالیږي او پیغامونه یې یوه بڼه لري. ان په هغه لیک کې، چې په دې وروستیو کې سیاستمدارانو ته لیږل شوی هم روښانه دریځ نلري او تاسې نشئ ویلی، چې دا د ډلې دریځ دی او که د ټولو.

له امریکا غږ سره په یوه ځانګړې مرکه کې عبدالله ویلي، چې طالبانو په دې وروستیو کې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وتلو له اعلان سره خپل دریځ بدل کړی او اصلي مذاکره کوونکي یې له خپلو مشرانو سره د خبرو لپاره پاکستان ته تللي، چې سپارښتنې واخلي او خپل دریځ بدل کړي.

عبدالله څرګنده کړې، طالبان د جهاد په پلمه د بهرنیو ځواکونو پروړاندې جګړه روانه ساتي؛ خو د امریکايي ځواکونو له وتلو سره به له درې میاشتو وروسته دا پلمه ونلري.

که څه هم د افغانستان د سولې لپاره د استانبول کنفرانس د ترکیې په کوربتوب ترسره کیږي؛ خو طالبانو ویلي وه؛ دوی به د افغانستان د راتلونکي په اړه تر هغې په کنفرانسونو کې ګډون ونکړي، چې بهرني سرتېري له افغانستان څخه په بشپړ ډول وتلي نه وي.

دا په داسې حال کې ده، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل دوه ورځې مخکې پیل شوي او ټاکل شوې، چې د وتلو بهیر د روان کال د سپټمبر پر ۱۱ نیټه بشپړ کړي.

Trending

Exit mobile version