تازه خبرونه

د سولې په خبرو کې ځنډ د تاوتریخوالي د زیاتېدو اندېښنې راپورته کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۵, ۱۳۹۹)

په دوحه کې د خپلمنځي خبرو د پیلولو لپاره د اړیکو ډلو له یوې میاشتې راپدیخوا خبرې درولي دي.

په دوحه کې د خپلمنځي خبرو له پرانیست غونډې دوه میاشتې تېرې شوي او د اړیکو ډلو ناستې هم له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.

د خبرو له ناڅرګندتیا سره  سم په افغانستان کې جګړو شدت موندلی، چې د خلکو اندېښنې یې راپارولي دي.

په دوحه کې د حکومت مرکچي پلاوی ويلي؛ طالبان په جګړه او سیاست دواړو کې د بریا فکر کوي، چې له کبله یې خبرې اوږدې او ځنډنۍ شوې.

د حکومت د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي وایي: طالبان احساسوي، چې په یوه غوره موقعیت کې دي. طالبان فکر کوي، چې په پوځي او سیاسي لحاظ د ګټې په حال کې دي او فکر کوي، چې په ځواکمن موقیعیت کې دي او له همدې کبله خبرې اوږدې شوې دي.

د ولسي جرګې غړې زفنون ساپۍ څرګنده کړې، چې په قطر کې اسانچاري په خپلمنځي خبرو کې مهم رول لري؛ خو تر اوسه ندی توانیدلي، چې د تماس ډلو خبرو ته ور لویدلې غوټه پرانیزي.

د نوموړې د څرګندونو له مخې: له کابل څخه دوحې ته تللي پلاوي د ستونزې د حل لپاره څو وارې طالبانو ته بدیل وړاندیزونه کړي؛ خو طالبان ټينګار کړی، چې خبرې به د دوی او امریکا د هوکړې پر بنسټ پر مخ ځي.

دلته په افغانستان کې جګړې له پخوا ډېر زور اخیستی او له وسلوالو نښتو ورهخوا پر پوځي مرکزونو د موتر بم بریدونه هم ډېر شوي دي. هدفي وژنې او د ترور پېښې ډېرې شوي دي، چې طالبان یې مسوولیت نه مني.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مرستیال نعیم نظري ويلي، چې روان تاوتریخوالی د منلو ندی او د سولې پر خبرو ناوړه اغېزه کوي.

ځينې نور بیا په دې باور دي، چې جوبایدن ښايي له نوي دریځ څخه د افغانستان د جګړې او سولې ډګر ته را ودانګي.

دونالد ترمپ، چې له سپینې ماڼۍ په وتو دی، بیا په پنتاګون کې پدې راڅرخي، چې خپل ټول سرتېري ورستانه کړي. هغه دفاع وزیر مارک سپير له همدې کبله له دندې ګوښه کړ، چې له افغانستان څخه د سرتېرو د ورستنولو له پرېکړې سره یې مخالف کاوه.

Trending

Exit mobile version