تازه خبرونه

د سولې په نوم دې عدالت نه تر پښو لاندې کېږي- بشري حقونه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون څرګندوي چې د سولې په پلمه نه باید عدالت له پامه وغورځول شي.

د دغه کمیسیون چارواکيوايي چې د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار غواړي له ملت څخه بښنه وغواړي. په همدې حال کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي چې لاهم د پولیسو او ملي امنیت په زندانونو کې د بندیانو ځورونه روانه ده. د کورنیو چارو وزارت بیا د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون دغه ادعا رودي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د جنګي مجرمینو د بښل کېدو او یا هم هېرولو په هکله وروسته له هغه اندېښنه څرګنده کړه چې د ګلبدین حکمتيار په رهبرۍ د حزب اسلامي ډلې له حکومت سره د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون ريیسه سیما سمر وايي: “د بنده حق نه بښل کېږي، جنګي جرمونه د بشر ضد کړنې نه دي او هغه کسان چې يوازې حق العبد لري، بايد چې يوې عادلانه محکمې له لوري يې پرېکړه وشي.”

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مسولین زياتويچې د خپلو شپږ میاشتنیو څېړنو په لړ کې یې موندليچې د ملي امنیت او پولیسو په زندانونو کې شااوخوا دېرش زره کسان په بېلابېلو جرمونو بندیان شوي دي، خو کمیسیون مدافع وکیلانو ته د زندانیانو د نه لاسرسي او د هغوی د ځورونو په هکله اندېښنه وښوده. کندهار، هرات او غور هغه ولایتونه دي چې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د رپوټ له مخې زندانیان پکې ډېر ځورول کېږي.

سيماسمر زياتوي: “سره له دې چې نظر تېرو کلونو ته شکنجه کمه شوې ده خو تر اوسه هم د ملي امنيت ځواکونه او پوليس هغه کسان چې خپلواکي ترې اخيستل شوې له ډولډول شکنجو سره مخ دي او په دې اړه تر اوسه هېڅوک هم نه دي مجازات شوي.”

له بلې خوا بيا د ملي امنیت او پولیسو سرچینې د زندانیانو ځورول ردوي.

 د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال: نجیب‌الله دانشوايي:”موږ ته دا راپور د منلو وړ نه دی او تر اوسه پورې د شکنجې په اړه کوم راپور نشته او څوک داسې کوم کار وکړي جزا ورکول کېږي.”

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مسولین وايي چې د جګړې او نا امینو له کبله د خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو ژوند سخت شوی دی.

Trending

Exit mobile version