سیمه ییز خبرونه
د سولې په ټينگښت كې د ځوانانو رول مهم دى
د سولې عالي شورا د سولې په ټينگښت كې د ځوانانو رول مهم گڼي او وايې، تر څو، چې ځوانان د سولې له پروسې سره همكار نه شي، د سولې ټينگښت ناشونى دى.
د سولې د عالي شورا د بهرنيو اړيكو سلاكار محمد اسماعيل قاسم يار په هېواد كې د سولې په ټينگښت كې د ځوانانو رول مهم بولي او وايې:
تر څو پورې، چې ځوانان د سولې له پروسې سره همكاري ونه كړي، د سولې ټينگښت ناشونى دى.
نوموړي د ځوانانو د شته ستونزو د حل د لارو چارو تر نامه لاندې جوړ شوي سيمينار كې زياته كړه، دولت مكلف دى، چي ځوانانو ته په سياسي، اقتصادي، كلتوري او ټولنيزو برخو كې د فعاليت زمينه برابره كړي.
بلخوا د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت مرستيال تېمور اسحاق زى وايې:
د هېواد په گوټ، گوټ كې يې له ځوانانو او د مدني ټولنو له غړو سره خبرې كړي، څو د سولې له پروسې سره همكاري وكړي.
نوموړى زياتوي، د ځوانانو ملي پاليسي د بشپړېدو په حال كې ده، چې د ځوانانو اړونده ستونزې په كې په پام كې نيول شوې دي، خو يو شمېر ځوانان د دغه بنسټ چارې گټورې نه بولي.
دوى وايې، د ځوانانو معينيت په وروستيو څو كلونو كې د ځوانانو په نامه ډېرې پېسې تر لاسه كړي، خو د يوه مسئول ارگان په توگه يې اغېزمن اقدامات نه دى تر سره كړى.
بې كاري، د زدكړو د دوام پر وړاندې ستونزې، د نشه يي توكو كارولو ته مخه هغه سترې ستونزې دي، چې د ځينو ځوانانو په وېنا، د هېواد ځوانه طبقه ور سره مخ ده.