سیمه ییز خبرونه
د سويلي حوزې تنظيمه رييس اسدالله خالد له ځانمرگي بريد روغ ووت
په كندهاركې دوه ځانمرگو بريدونو او يو د سړك غاړې چاودنې د ملي اردو د درې سرتېرو په گډون څليريشت تنو ته مرگ و ژوبله واړوله.
د كندهار امنيتي مسوولين وايي:
يوځانمرگى بريد د كندهار ښار په حاجي عرب سيمه كې شوى، چې له لامله يې دوه تنه وژل شوي او نولس نورټپيان دي.
دوه يم ځانمرگى بريد د ۲۰۵ اتل قول اردو په كوماندانۍ كې شوى، چې د دغه قول اردو د كوماندان جنرال عبدالحميد په وينا په كې د ملي اردو يوسرتېرى وژل شوى او درې نورټپيان دي.
د آريانا راډيو- ټلويزيون د سيمه ييزخبريال جميل څپاند د څرگندونو له مخې:
په ارغستان ولسوالۍ كې يوه چاودنه د سرك غاړې له ماين د ملكي خلكو پرموټر شوې او دوه ځانمرگي بريدونه په كندهار ښار كې د سويلي حوزې پرتنظيمه رييس اسدالله خالد او د ۲۰۵ اتل قول اردو په كوماندانۍ كې دننه شوي. په درې واړو چاودنو کې څلورتنه وژل شوي او ۲۴ نورټپيان دي.
لومړۍ چاونې د ملكي خلكو په موټر كې يو تن يي وواژه او دري نور يي ټپيان كړل.
دوه يمه چاودنه، چې ځانمرگى بريد و، له زرنج موټرسيكل څخه په استفاده د سهارپه لس بجو د درېيمې ناحيې اړوند د حاجي عرب په سيمه كې رامنځته شوه، چې موخه يي د سويلي حوزې تنظيمه رييس اسدالله خالد و، خو هغه ترې روغ ووت.
د كندهار سرپرست امنيه كوماندان جنرال عبدالرازق وايي، چې:
په دې چاودنه كې نولس تنه ملكي وگړي ټپيان شوي او دوه تنه وژل شوي دي.
د كندهار د عامه روغتيا رييس ډاكټرعبدالقيوم پخلا وايي، چې:
ميرويس روغتون ته له يادې پېښې ۱۷ تنه ټپيان او يو وژل شوى كس ور وړل شوي، چې په ټپيانو كې شپږ تنه ماشومان هم شامل دي.
پخلا وويل، چې د پېنځه تنوحالت د انديېنې وړدى.
د سويلي حوزې تنظيمه رييس اسدالله خالد وايي، چې:
دچاودنې موخه زه وم، خو د چاودنې په وخت كې مو موټر له سيمې تېر شوى و.
اسدالله خالد وويل، چې:
ډنډ ولسوالۍ ته له سيمه ييزو خلكو سره د غونډې په موخه روان وو، چې چاودنه رامنځته شوه .
يوه بل ځانمرگى بريد د ملي اردو يو سرتېرى وژلى او دوه نور يي ټپيان دي.
دغه ځانمرگى بريد غرمه مهال دولس بجې او پېنځلس دقيقې په ۲۰۵ اتل قول اردو كې دننه د كابل بانك د څانگي په دروازه كې وشو.
د ۲۰۵ اتل قول اردو كوماندان جنرال عبدالحميد وايي، چې:
د ځانمرگى بريد كوونكى د ملي اردو په لباس كې و او غوښتل يې، چې د كابل بانك څانگې ته ننوزي؛ خود نوموړې څانگې د ساتونكي له لوري په نخښه شو او ډزې پرې وشوې او سمدستي يې چاودنه وكړه .
د نوموړي په وينا:
د بريدكوونكي د هويت په اړه پلټني پيل شوي، چې نوموړى تازه راغلى و او كه يې د ملي اردو په ليكو كې دنده تر سره كړې وه.
د درې واړو پېښومسووليت چا په غاړه نه دى اخستى.
د تېرې يوې مياشتې راهيسې په كندهار ښاركې كومه خونړۍ پېښه نه وه شوې او خلك خوشبين ول، چې امنيت سم شوى، خو دې چاودنو امنيت كړكېچن وښود