تازه خبرونه

د سويل لويديځي حوزې اوسيدونکي اوسنی طب سوداگري بولي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سويل لويديځي حوزې اوسيدونکي اوسنی طب سوداگري بولي او د دې ستونزي د دايمي حللارې غوښتنه کوي.

د ښار د بېلابېلو روغتونونو او درملتونو څخه د ليدني پرمهال ناروغانو د خبرو په ترڅ کې وويل، چې دلته د راتگ او روغتیایی مرکزونو ته د ورتگ پرمهال هر ځل له گڼو ستونزو سره مخ يو؛ خو اړ يو، چي بيا هم دغو روغتونونو او درملتونو ته سر ښكاره كړو.

هغوى په خبرو کې دا هم وويل، چې د ناروغيو سم تشخيص يې هم نه کيږي؛ تاريخ تېر او بې کيفيته درمل ورکول کيږ ي او د نخسې ليکلو پرمهال ډېرې پيسې ترې اخيستل کيږي.

دوى د داکترانو له خوا د شفري نخسو وركړه هم لويه ستونزي بولي او له اړوند مسوولينو څخه غواړي، چي د ژوندانه دې اړينې برخې ته خپله پاملرنه ډېره کړي.

د کندهار د عامې روغتيا رياست په استازيتوب داکتر عبدالشکور نصرت هم د خلكو دغه ستونزه مني او وايي:

هغه درمل پلورونکي، چي بې کيفيته او تاريخ تېر درمل پلوري د عامي روغتيا رياست له خوا جريمه شوي دي او په هره مياشت کې د دې رياست له خوا ټنونه هغه درمل هم سوځول کيږي، چې د خلكو ژوند گواښي.

ښاغلى نصرت همدارنگه وايي، چې هېواد ته د راواريدېدونکيو تاريخ تېرو درملو د راټولولو او مخنيوي په اړه هم د کندهار گمرک او د درملو اتحاديې له مسوولينو سره په گډه پر يوه پلان کار شوي، چې ډېر ژر به يوه مثبته پايله ترې ترلاسه شي.

Trending

Exit mobile version