سیمه ییز خبرونه

د سويډن دفاع وزيره د خپلو سرتېرو د ليدنې په موخه بلخ ته راغلې ده

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د سويډن د دفاع وزيره وايي، د امنيتي مسئوليتونو د لېږد پروخت په شمالي ولایتونو كې نا امنۍ ډېرې شوې دي.

دا له تېر يوه كال را په دېخوا د دفاع د وزيرې په توګه تر ټاكل كېدو وروسته بلخ ته د مېرمن كرن انستروم لومړى سفر دى.

نوموړې وايي، د شمال د امنيتي وضعيت د ارزونې او خپلو سرتېرو د ليدنې په موخه دغه ځاى ته راغلې ده.

د سويډن د دفاع وزيره همدارنګه وايي، په تېر يوه كال كې د امنيتي مسئوليتونو د لېږد پروخت په شمال كې د وسله والو مخالفينو فعاليتونو پراختيا موندلې او افغان ځواكونه د پخوا په پرتله پياوړي شوي دي.

د سويډن د دفاع وزيره كرين اينستروم زیاتوي، چې مونږ د افغانستان په شمال كې د بريدونو او نا امنيو د ډېروالي شاهدان يو، خو د لېږد بهير منل شوى، افغان ځواكونه ترپخوا ډېر قوي شوي او موږ بايد د خپلو پروګرامونو په تطبيق كې له حوصلې كار واخلو او جدي كار وكړو.

د سويډن د دفاع وزيره وايي، هېواد يې په افغانستان كې امنيت او ثبات ته لېواله دى او له همدې امله غواړي اوږده موده په دې ځاى كې پاتې شي.

هغه زیاتوي، له ۲۰۱۴ م كال وروسته په افغانستان كې د سويډن پوځي ماموريت روزنيز ته بدلون مومي، خو د سويډن حكومت له خپلو مخالفو ګوندونو سره په خبرو بوخت دى، چې له ۲۰۱۴ م كال وروسته هم يو شمېر سرتېري په افغانستان كې پاتې شي.

نوموړې وویل، له افغانستان سره د همكارۍ د دوام په اړه له مخالفو ګوندونو سره د سويډن حكومت د خبرو برياليتوب په دې پورې هم  اړه  لري، چې په افغانستان كې رڼې او عادلانه  ټاكنې ترسره شي، افغان دولت بايد كوښښ وكړي، چې راتلونكې ټاكنې د نوم ليكنې نيولې تر جوړېدو پورې عادلانه او رڼې وي.

سويډن د افغانستان په شمال كې ۴۵۰ سرتېري لري، چې په تېر يوه كال كې له نورو ولايتونو مزارشريف ته راټول شوي دي.

په افغانستان كې د سويډن سفير هم ټينګار كوي پر بشري مرستو سربېره هېواد يې په افغانستان او په ځانګړې توګه شمال كې په پرمختيايي برخه كې په كال كې ۱۳۰ ميليون ډالره مرسته كوي.

Trending

Exit mobile version