تازه خبرونه
د سوکوهنې ډګر ته به مایک تایسون په سپتمبر کې راستون شي
د ګارډین ورځپاڼې د څرګندونو له مخې؛ ۵۴ کلن مایک تایسون به له ۱۵ کلونو وروسته د سپټمبر پر ۱۲ مه له جونز جونیور سره خپل اړوند ډګر ته راودانګي.
په راپور کې راغلي؛ نوموړی یو امریکایی څانګوال سوکوهونکی دی، چې په ۱۹۸۶ کال کې تر ټولو ځوان د دروند وزن لرونکی اتل شو: خو په ۱۹۹۰ کې یې جیم بوستر سره په سوکوهنه کې ماته ورپه برخه شوه او له دې ډګره ووت. دی د بروکلین اقلي اوسیدونکی دی او په ۲۰۰۵ کې د ۵۰ بریاوو، شپږ ماتو او ۴۴ نک آوتۍ په لرلو له لوبو متقاعد شو.
تایسون د خپلو لومړیو ۱۹ مسلکي مبارزه کې خپل سیالان ناک اوت کړي، چې ۱۲ یې په لومړي پړاو کې ول.
تایسون په ۱۹۹۲ کال کې د جنسي تېري په جرم پر شپږ کلونو بند محکوم شو، چې وروسته بیا په ضمانت خوشې شو.
دی په زندان کې و، اسلام یې ومانه او پاچا عبدالعزیز یې مسلمان نوم شو او په ۱۹۹۵ کال کې له خوشې کیدو وروسته یې څو د ناک آوتي سیالۍ لرلې.
د تایسون سیال، ۵۱ جونز ، د پنساکولا اوسیدونکی د ۱۹۸۸ کال د المپیک په سیالیو کې د امریکا په استازیتوب ولوبیده او د سپینو زرو مډال یې وګاټه.
د یادونې ده، چې د تایسون او جونز سیالي د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر پر ۱۲ پلان شوې ده.