نړۍ
د سویدن صدراعظم د قرآنکریم د سوځولو پېښه وغندله
د سویدن لومړي وزیر د یکشنبې پر ورځ ( د سلواغې ۲) په ستکهلم کې د ترکیې د سفارت مخې ته د قرآنکریم سپکاوی د سپکاوي یو عمل وباله؛ خو وایي، چې دا کار له قانون څخه سرغړونه نده.
د بهرنیو رسنیو د خبر له مخې؛ د ښي اړخي ګوند سترام کرس مشر راسموس پالودان د سویدن له چارواکو څخه د دې کار د اجازې له ترلاسه کولو وروسته په ستاکهلم کې د ترکیې د سفارت مخې ته د قرآنکریم یوه نسخه وسوځوله.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت دغه کړنه په کلکو ټکو غندلې او دا یې پر دغه سپېڅلي کتاب یو ناوړه برید او په اروپا کې د اسلاموفوبیا، توکم پالنې او نژادي تبعیض د خطرناکې کچې یوه بله سپکه بېلګه یاده کړې ده.
دغه راز ترکیې انقرې ته د سویدن د دفاع وزیر سفر هم لغو کړ.
د سویدن لومړي وزیر اولف کریسترسون تویت کړی، چې د بیان آزادي د دیموکراسۍ بنسټیزه برخه ده؛ خو هغه څه، چې قانوني وي لازمي نه وي مناسب وي.
هغه دغه راز څرګنده کړې: د هغو کتابونو سوځول، چې د ډېرو لپاره سپېڅلي دي؛ له سپکاوی ډک عمل دی. زه په ستکهلم کې د هغه څه له کبله، چې په دې پېښه کې پېښ شوي؛ له ټولو مسلمانانو سره خپله خواخوږي څرګندوم.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په سویدن کې د قرآنکریم سپکاوی پر کلکو ټکو غندلی او د دغه هېواد له حکومت څخه یې غوښتي، چې د دغه ناوړه عمل عاملین دې مجازات کړي.
اسلامي امارت د سویدن له حکومت څخه هم غوښتي، چې د دا ډول پاروونکیو او اسلام ضد کړنو مخه دې ونیسي.
د راسموس پالودان د اسلام ضد کړنو له کبله تېر کال هم په سویدن کې پراخې بلواوې رامنځته شوی وې.
په ستاکهولم کې د قرآنکریم سوځول د سعودي عربستان، اندونیزیا، مراکش، کویت، پاکستان او عربي متحده اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو له لوري هم غندل شوی دی.