تازه خبرونه
د سویل ختیځو ولایتونو یو شمېر خبریالانو ته د ځان ژغورنې زدکړې ورکړشوې
په خوست کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیته وایي، د سویل ختیځو ولایتونو یو شمېر خبریالانو ته د ځان ژغورنې زدکړې ورکړشوې.
په خوست کې د خبریالانو خوندیتوب کمیتې مشر سیف الله حیات وایي، د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایتونو یو شمېر خبریالانو ته د دندې پرمهال د ځان ژغورنې زدکړې ورکړ شوې.
د نوموړي په وینا؛ دا پروګرام د خبریالانو د خوندیتوب کميتې جوړ کړی؛ موخه یې دا ده، چې څنګه کولی شو، د هر خبریال ژوند خوندي او هغوی ته لومړنۍ آسانتیاوې رامنځته کړو.
خبریالان هم د دا ډول پروګرامونو جوړول او غزول خورا ارزښتمن او اړین بولي.
خبریال امیر بهیر څرګنده کړې، چې ډېر کله د دندې پرمهال د خبریالانو ژوند له ګواښ سره مخ شوی؛ خو نور به د ځان خوندیتوب ته ډېر پام کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په ولایتونو کې د خبریالانو خوندیتوب ته خپله خبریالان او حکومتي چارواکي ډېر پام نه کوي؛ خبریالان ولسوالیو ته په نظامي موترو کې لیږدول کیږي، چې دا په خپله د هغوی ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
خبریال: فریدالله ظاهر